ادبي لیکني

ښه کیسه څنګه ولیکو؟

فضل حق نوري

د کیسې لیکلو په وخت کې باید لیکوال لاندې شیانو ته فکر وکړي، چې ښه کیسه ولیکلای شي:
۱- موضوع: موضوع په مغز کې لومړۍ جرقه ده، باید داسې یو څه ولرو، چې کیسه پرې ولیکو. که چېرته داسې یوه موضوع یا پېښه نه وي، نو کیسه هم نشته. لیکوال باید یوه نوې موضوع پيدا کړي، چې کیسه پرې ولیکي. د کیسې لپاره باید زړو موضوعاتو ته یو نوی لید لوری پيدا کړو. له لویې موضوع څخه باید ځان وساتو او یوه لنډه موضوع پيدا مړو، ځکه چې لنډه موضوع له لیکوال سره د کیسې په لیکلو کې زیاته مرسته کوي.

۲- هدف: وروسته له موضوع څخه باید د خپلې کیسې هدف وټاکو، هدف د کیسه لیکونکي فکر راټولوي او د فکر فوکس یې یوازې د خپلې کیسې په موضوع څرخي. هدف د کیسې په تصویر کې زیات مهم رول لوبوي، مخکې مو هم یادونه وکړه، چې باید د کیسې لپاره کوچنی هدف وټاکو. په کیسه کې معلوم هدف لیکوال له اضافي خبرو څخه ساتي.

۳- د کیسې نوم: دا مهمه نه ده، چې باید کیسې ته په اول کې نوم وټاکو. موږ کولای شو، چې کیسې ته یا په لومړي سر او یا هم په آخر کې نوم وټاکو. موږ باید هیڅ وخت کیسې ته داسې نوم ونه لیکو، چې د کیسې محتوا څرګنده کړي او د نامه څخه لوستونکی پوه شي. کیسه باندې باید داسې نوم کښې نږدو، چې د کیسې له موضوع سره سر نه خوري.

۴- تلوسه: تلوسه په کیسه کې هغه څه دي، چې لوستونکی دې ته هڅوي، چې کیسه تر پایه وګوري. لیکوال کولای شي، چې کیسه په یوه لنډ ډيالوک شروع، له یوې پوښتنې، په دوو متضادو نظرونو او یا هم له تصویر نه شروع کړي. داسې باید ونه کړو، چې په دوو جملو کې د کیسې ټوله موضوع څرګنده کړو. تر پایه باید تلوسه وساتو او په پای کې ورته ټولې پوښتنې ځواب کړو.

۵- کرکټرونه: کیسه، فلم، ډرامه همېشه کرکټرونه لري، بدون له کرکټره کیسه نه لیکل کیږي. موږ کولای شو کیسې ته هر ډول کرکټر انسان، حیوان، او یا هم کوم غیر ژوند شی وټاکو. کیسه همېشه یو یا دوه مرکزي کرکټرونه لري. لیکوال باید د خپلې کیسې د کرکټر په اړه پوره معلومات ولري، چې څنګه انسان دی، خان دی، غریب دی، شپون دی، سوال ګر دی، تور دی، سور رنګ لري او داسې نور…

۶- د کیسې ژبه: د کیسې ژبه مو باید روانه او ساده وي. که غواړو چې ماشومانو ته کیسه ولیکو نو باید د ماشومانو ژبه پکې وکاروو او که لویانو ته یې لیکو نو باید د لویانو ژبه پکې وکاروو. د کیسې ژبه مو باید ساده او راونه وي، په لنډه فاصله کې باید له یو ډول کلمو څخه ډډه وکړو،

۷- ډیالوګ: ډيالوک د کیسې د کرکټر خبرو ته ویل کیږي، هغه که د ځان سره غږیږي او یا د بل چا سره. ډيالوک کیسه ژوندۍ کوي، په حرکت یې راولي او له یو رنګه والي څخه یې ساتي. کیسه لیکونکی باید په ډيالوک کې له دوو ورته کلمو څخه باید ځان وساتي. ډيالوک مو باید لنډ وي، هیڅ کله باید د ډيرو کرکټرونو خبرې يوځای رانه وړو.

۸- تصویر: کیسه مو باید تصویر لري، ځکه چې هر لوستونکی له خپله لیدلوري څخه کیسې ته تصویر جوړوي. مثلاً: که چېرته په کیسه کې غواړو، چې یوه کوټه تشریح کړو، نو لیکو چې اوږده کوټه، سپين دیوالونه، په لرګیو پټ چت، او داسې نور…

یوه بېلګه:
پښتانه/ لنډه کیسه
له وارخطایي یې یوازې د ټيکري کونج په سر نیولی و، په وارخطا غږ یې راپسې چیغه کړه:
– اې اې تاته وایم.
تر شا مې ور وکتل:
– ام وایه څه وایې؟
د نجلۍ تور پېکي پر مخ ټالۍ وهلې، بڼورې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، را غبرګه یې کړه:
– رویباران راغلي وو، زما د غوښتلو لپاره.
– امم ما خو مخکې هم درته ويلي وو، چې زه اوس غریب یم.
نجلۍ رانه بېرته په قهر مخ تاو کړ او روانه شوه، زه هم له دې دنیا وتلی د مینې په دنیا کې سوچونو یوړم. په ځان نه پوهېدم او روان شوم. شېبه وروسته موټر راته هارنګ وکړ، سترګې مې راپورته کړې، د کرولا ډوله موټر له ښيښې نه موټروان سر را ایستلی و او سپکې سپورې یې غږولې. سر مې خلاص نه کړ، زه هم ترې روان شوم. کور ته ورسېدم,،لمر د غرونو شا ته لوېدلی معلومېدو، مرغان هم له کورونو نه د ونو په خوا دوه دوه، څلور څلور روان وو. د کلي دې لاندې سیند اوبو شور جور کړی وو، یو دم مې له خولې بې واکه غږ راووته:
– دا شور اوس دا کوي، که اوبو شور جور کړی!
هېڅوک نه وو، چې د کړي غږ ځواب راکړي، شېبه مې دروازه خلاصه کړه، خویندې د قران په یادولو اخته وې، وروڼه د مکتب په درسو اخته وو، زه هم غلی مې کوټې ته ننوتم او دروازه مې راپسې بنده کړه. شپه مې یوازې په تېرو یادونو، شبګیریو سبا کوله، یوازیتوب مې محسوسولو. د دې میاشتې ټولې شپې همداسې غمجنې تېرېدلې او له ورایه به مې په څېره کې غم معلومېدلو. مورجانه به مې راغله نصیحتونه به یې راته کول او بېرته به رانه ووته. له ځان سره مې فکر وکړ، تر مرګه داسې نه باید ولاړ شم او کار مې شروع کړم. سهار آته بجې له کوره ووتم او د کار په طرف روان شوم, د ندا دغو د کور تر مخ تېر شوم, د هماغه تېر په شان له شانه راپسې غږ وشو، ودرېدم. د ندا له نمجنو سترګو تړمې اوښکې تویې وې، د ورو یې وویل:
– که موږ…
– که موږ پښتانه نه وای، زه به اوس ستا وم.
زه هم پوه شوم، چې هغه زما نه بلکې د خان د زوی وه او ترې روان شوم. خدای شته تر ننه مې د ندا له پلار نه ښه نه راځي.

فضل الحق نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x