
د کمپاین عسکرو په خوست کې ۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ د کمپاین عسکرو لږ تر لږه ۶ ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ یو جومات هم «شهید» کړی دی.
ځايي خلک وايي، د کمپاین عسکرو تیره شپه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په «شمبوات» بازار او شاوخوا سیمو کې د عامو خلکو په کورونو چاپه وهلې، د تلاشۍ په پلمه یې ۳ تنه ولسي وګړي په خپلو کورونو کې ځای پرځای «شهیدان» کړي دي.
د خلکو په خبره د کمپاین عسکرو له دې سره همهاله یو شمېر کلي په هاوانونو او توپونو هم ویشتلي، چې له امله یې ۳ میرمنې ټپیانې شوي او یو باب جومات هم «شهید» شوی دی.
په توپچي او هاوان بریدونو کې یو شمېر د استوګنې کورونه هم ویجاړ شوي او خلکو ته مالي زیانونه اووښتي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د کمپاین په نوم ضربتي عسکر په خوست ولایت کې د خلکو په کورونو او جوماتونو چاپې وهي او ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربیره مالي زیانونه اړوي، بلکې تردې وړاندې هم په ورته پېښو کې خلکو ته ګڼ مالي او ځانونه رسول شوي دي.
د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې د خوست ساتندوی ځواک باندې شهرت لري، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.
نو تاسي خو ځانته د نړۍ فاتحين د يرغلګرې امريکا ماتونکي ياست . تاسي چيرې ياست###### که تاسي يو يو بيګناه مسخرچي ته نران ياست سي شهيد کړۍ لکه عاجزه خاشه ! ########### 😭🐖🤮
ته هم د خپل وارى انتظار باسه. که درخبر سى چه چيرى شپى تيروى… سر څه په لوټه سپېره څه په شيدياره. ته ړوند يي چه نه يى وينى په ننواتو يى ځانونه خلاص کړل چه مونږ وزو چه مونږ په لوټو ونولى. ځانونه يى د ع او غ داسى پټ کړل چه خبر لا نسول چه څه وخت او چيرى ولاړل.
مه مه کار به نه پری لری د زمریانو هدف غلط نه ځی ##