
د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو لوړپوړی پلاوی چين ته تللی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ زمري، ۱۴۰۰ل): د طالبانو سياسي مرستيال او په قطر کې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اخند د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چين ته تللی دی.
د قطر دفتر سرچينو تاييد کړې، چې د ملا برادر اخند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی چين ته رسېدلی او هلته به د چين له چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان سولې بهير په تړاو بحثونه وکړي.
له ملا برادر اخند سره په دې سفر کې د قطر دفتر نور غړي مولوي عبدالسلام حنفي، ملا خیرالله خیرخوا، شيخ شهاب الدين دلاور، مولوي مطيع الحق خالص، عمار ياسر، نبراس الحق عزيز د دفتر دواړه ويندويان محمد سهيل شاهين او ډاکټر محمد نعيم هم ملګري دي.
په دې وروستيو وختونو کې طالبانو د هېواد په شمال، مرکزي ولايتونو، جنوب او جنوب غرب کې بې ساري پرمختګونه کړي او د دغو پرمختګونو په لړ کې يې له چين، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او پاکستان سره ګډې پولې او سوداګريز بندرونه هم نيولي دي.
د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي په داسې حال کې چين ته سفر کړی، چې طالبانو د بدخشان ۲۷ ولسوالۍ او له چين سره ګډه پوله نيولې ده.
سره له دې، چې طالبان له تېرو څو کلونو راهيسې له چين سره راشه درشه او ښې اړيکې لري، خو وړمه ورځ د چين د بهرنيو چار وزير وانګ يي اندېښنه ښکاره کړې وه، چې د بدخشان له ګډې پولې سره د چين سنکيانګ ايالت کې ايغوري مسلمانان پراته دي او دوی اندېښنه لري، چې هلته به ناامني او ګډوډي رامنځته شي.
ویل کيږي، د ملا برادر اخند په مشرۍ دغه پلاوی به له چينايي چارواکو سره په خبرو کې هغوی ته ډاډ ورکړي، چې د افغانستان له سرحده ډاډمن و اوسي.
د سياسي دفتر استازو تر دې وړاندې ترکمستان، ایران او روسيې ته هم سفرونه کړي او د يادو هېوادونو چارواکو سره يې د دوه اړخيزو اړيکو او سولې بهير په اړه خبرې کړي او هغوی ته يې ډاډ ورکړی، چې د دوی مبارزه يوازې د خپل هېواد د خپلواکۍ او اسلامي نظام د راتلو لپاره ده او له هېواده بهر هېچا ته ګواښ نه پېښوي، بلکې ښې اړيکې ورسره غواړي.
طالبانو په خپلو تکراري اعلاميو او رسمي څرګندونو کې ويلي، چې دوی له هېواده بهر د مداخلې اجنډا نه لري او نه هم په خپلو چارو کې بل چا ته د مداخلې اجازه ورکوي.
طالبانو له امريکا سره د دوحې په تړون کې هم ويلي، هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي.
د چارو څارونکي وايي، طالبان په دې توانېدلي، چې په سختو حالاتو کې د سيمې او نړۍ هېوادونه پر خپله داعيه قانع کړي، چې دوی يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوي او د نورو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
هو نو هغوی ته به خود ډاډ ورکوی دوی خو خپل افغانان وژنی هغوی ## ته هم نشی کتلای
طالبان نه کم سیاسی علم لری اونه له قرآنکریمه خبردی مطلق بیعلمه اونه دچاپوهی ته ارزښت ورکوی په افغانستان کی نهایی پوه عالمان وجود لری ولی لږدی ما۴۶کاله امریکا،جرمنیو،جاپان اونورټوټل ۲۵ملکه لیدلی دی اودطرقۍ ټول سببونه یی رامعلوم دی هغوچه پرقرآنکریم عمل کړۍ دۍ که الله منی که یی نه منی ترقی یی کړی ده زمادقرآنکریم ټول احکام په یادزده دی اوهم می څوواره دوی ته دمشاورپیشنهادکړۍ نه می قبلوی زمارقم ډیرپوهان سته دمثال په ډول ترکۍ صاحب دوی په هیڅ صورت پوهان نه قبلوی زه یقین لرم مخفی طور (I S I )چه عین دانګریزان مشاورین دی ورسرملګری ده… نور لوستل »
هیله ده چي په دې لیدنه کي د طالبانو پلاوی د چین حکومت ته د چین په هیواد کي د اسلام تاریخ ورپه ګوته کړي او د سنکیانګ پر مسلمانانو باندي د د هغه ظلمونو او بندیزونو د ختمولو غوښتنه وکړي چي د دوئ د اسلامیت په اساس پر دوئ باندي د چین د حکومت لخوا جریان لري
د افغانستان مشهور اقتصاد پوه، د حقوقو متخصص، پروفیسور دوکتور ملابرادر چین ته ولاری. عجیبه خلگ یاست! ملا برادر دسیاست په نری کی داسی دی لکه کوچنی ماشوم. د ده به سه تحلیل وی
تو که از محنت دیګران بی غمی +++ نشاید که نامت نهند آدمی
دا چی د چین په مسلمانانو باندی څه تیریږی پر طالب یی څه مقصد چی دوی طالبان یو وار بیا قدرت ته ورسیږی. دا چی کند هاری خوندی، میندی پر سرکونو باندی پدی ګرمی کی پرتی دی پر طالب یی څه. طالب باید اوس قصاص وکړی او خلک له کورونو راوباسی او صحرایی محکمی وکړی.