افغانستان

د امريکايي پوځ مرکزي قومندانۍ: له افغانستانه د ځواکونو د وتلو لړۍ ۹۵ سلنه بشپړه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ زمري، ۱۴۰۰ل): د امريکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ «سينټکام» ويلي، له افغانستانه د پوځيانو د وتلو لړۍ ۹۵ سلنه بشپړه شوې او د راتلونکي اګسټ تر پایه به دغه بهیر بشپړ شي.

د سينټکام ادارې ویلي، د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندانۍ جنرال فرانک ميکنزي تېره اونۍ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د کابل حکومت له چارواکو سره د هوايي مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

جنرال ميکنزي د کابل حکومت ته ډاډ ورکړی، د افغان پوځ د ملاتړ او د طالبانو د بریدونو په شا تمبولو لپاره به خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

سينټکام د جنرال ميکنزي له قوله ویلي، که طالبان خپلو بریدونو دوام ورکړي، امريکايي الوتکې به پرې د لوړې کچې بمبارۍ پیل کړي.

د جنرال فرانک ميکنزي په وينا دا بریدونه به له افغانستانه بهر د امريکا له پوځي اډو کيږي.

دغه لوړپوړي امريکايي جنرال ويلي، له افغان پوځ سره به مالي، استخباراتي، د سلا مشورو او لوژيستيکي مرستو ته دوام ورکړي.

د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان، چې اوسمهال په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشري هم پر غاړه لري، دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د راتلونکي اګسټ مياشتې تر پایه به ټول بهرني پوځيان له افغانستانه وځي.

طالبانو څو ځله د امريکايي الوتکو په بمبارۍ توندې نيوکې کړي، امريکا يې د دوحې تړون څخه په سرغړونه تورنه کړې او خبرداری يې ورکړی، چې دا ډول کړنې به ناوړې پایلې ولري، چې پړه به يې هم بيا د امريکا پر غاړه وي.

د بهرنيو پوځيانو د وتلو بهیر له پيلېدو سره طالبانو د هېواد په شمال، مرکزي ولايتونو، جنوب، جنوب غرب او ختيځ بې ساري پرمختګونه کړي، تر اوسه يې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي قرارګاوې نيولي او زرګونه عسکر ورته تسليم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x