افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني:‌ باور لرو چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، حکومت یې سیاسي جوړجاړي ته لیوالتیا لري او باوري دی چې د افغانستان شخړه هیڅ‌ ډول نظامي حل نه لري.

دغه څرګندونې اشرف غني‌ په ارګ کې د څارنې او همغږۍ بورډ جوړې شوې لومړنۍ ناستې ته په خپله وینا کې کړې دي.

دده په خبره،‌ حکومت یې د بایډن او ټرمپ له لوري‌ د عسکرو د ایستلو پریکړې ته احترام وکړ، له هغوی یې د عسکرو د پرېښودلو غوښتنه ونکړه او ددې تر څنګ یې د سولې لپاره د مشورتي‌ لویې جرګې له لارې پنځه زره طالب بندیان خلاص کړل چې دده له قوله، زیاتره یې د نشه یي توکو سوداګر وو.

غني وړاندې زیاته کړې، چې حکومت باور لري‌ د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري‌ او باید دا شخړه د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته ورسول شي.

نوموړي ددې تر څنګ د مسلمانې نړۍ د دیني عالمانو په حواله د طالبانو جګړه «ناروا» وبلله او هغوی یې تورن کړل چې په دې وروستیو کې یې د جګړې د شدت کچه لوړه کړې.

د غني‌ په اند، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو حکومت ته دا فرصت په لاس ورغلی، چې خپلې ستراتيژۍ په خپلواکه توګه عملي کړي.

غني داسې مهال له سیاسي لارې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو ټینګار کوي چې څو ورځې وړاندې نوموړي خپلو پوځیانو ته قسم ورکړی وو، چې شپږ میاشتې ورسره مقاومت وکړي تر څو طالبان وځپل شي.

ده څو ورځې وړاندې ویلي و، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د جګړې په میدان کې ستر تحول راځي او تر هغه وروسته به حکومت وژل شویو عسکرو ته یوه یوه نومره‌ ځمکه ورکوي او د هغوی کورونه به ابادوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

زما خو پر دې رولا خوارکۍ باندي زړه سوځي. لبنانۍ ښځه وې هلته به دي د یوه سپي سره واده کولای، دا ټولاټا دي څه کاوه. او که وا په دې هندوستاني شیخ محمدي باندي د افغان نوم یادیدی، نو ځکه دي انتخاب کړ، بیا به دي زنګ افغانستان ته راوهلای. یو ښه کټوازی د کوچیانو سپی به مو درلیږلی وای چي په یوازي سر یې د درو لیوانو جواب ویلای سوای. بیا به دي هم د لبنان پرښځو رعب پروت وای چي د افغان سپي سره مي واده کړی دی. دا هندوستانی کیسه بر کوم قرآن وهلي په افغان… نور لوستل »

ګل احمد

نو کوم ځای دي کاه کوي چي د افغانانو پر کورونو بمبارونه کوي او هوانونه پر اوروې.

ملا جانان

غنو لوچک تازه و طالبانو ته یو پیغور ورکړی دی چي د دوئ د واکمني پر مهال یوه ملي پروژه هم نه سوه عملي. طالبان کولای سي چي دې خبري ته یې په عملي بڼه جواب ووایي. د هیواد په فتح سوو ولسوالیو او سیمو کي ټولو ملا امامانو ته دنده وسپاري چي د محل و بې سیواده ځوانانو او سپینږرو ته لیک او لوست وروښیي. په ظرف کي د شپږو میاشتو چي د هیواد د سیواد کچه ۶۰-۷۰ فیصده ته وروسوي نو دا به داسي یوه پایداره موثره او ګټوره پروژه وي چي نړۍ به ګوته په غاښ کي… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غلام غنی هغه د مداریانو شادو دی څه ورته امر کوی هغه ترسره کوی د فاحشی هماغه اوله ورځ شرم او عار وو چه دا کار یی باید نه وی ترسره کړی مګر ترسره یی کړو له هغه وروسته یی دا مسلک جوړیږی هڅه لری چه خپل ګاک څومره چه یی وسه رسیږی زیات کړی . غلامی تر فحشا هم ذلیله ده د غلام هماغه اوله ورځ د غلام کیدو تصمیم نیول سخت کار وو غنی به ډیره هڅه کړی چه له دغه بی ننګۍ سره مخ نه شی مګر مقام او ډالرو لاندی کړو غلامی یی اوس مسلک جوړ… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x