افغانستان

چین: د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ زمري، ۱۴۰۰ل): چین په افغانستان کې د سولې روانې پروسې څخه په ټینګه ملاتړکوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

دا څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۹ کسیز  طالب پلاوي سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم وايي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د چین هېواد په رسمي بلنه بیجنګ ته په سفر تللي نهه کسیز طالب پلاوي ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» ، د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او د افغانستان لپاره د چین هېواد د ځانګړي استازي په ګډون چینایي چارواکو سره جلا جلا ناستې او ځانګړې لیدنې ترسره کړي دي.

نوموړی زیاتوي، د ناستو په جریان کې پر دوه اړخیزو امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسائلو د بحث ترڅنګ د افغانستان په روان وضعیت هم خبرې اترې شوي او په ترڅ کې یې طالب استازو چینايي چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پرضد نه کارول کیږي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم لخوا رسنیو ته استول شوې راغلي، چې چینايي چارواکو له افغانستان سره د خپلو مرستو پردوام او زیاتولو سربیره ژمنه کړې چې د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه نه کوي؛ بلکه د افغانانو د ستونزو په هواري او د سولې په راوستلو کې به له خپل اړخه مرسته کوي.

ددغو لیدنو پرمهال طالبانو د کرونا وبا د مخنیوي په برخه کې له افغانانو سره د چین هېواد مرستو څخه مننه کړې او د لازیوالي او دوام غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي په داسې حال کې چين ته سفر کړی، چې طالبانو د بدخشان ۲۷ ولسوالۍ او له چين سره ګډه پوله نيولې ده.

سره له دې، چې طالبان له تېرو څو کلونو راهيسې له چين سره راشه درشه او ښې اړيکې لري؛ خو وړمه ورځ د چين د بهرنيو چار وزير وانګ يي اندېښنه ښکاره کړې وه، چې د بدخشان له ګډې پولې سره د چين سنکيانګ ايالت کې ايغوري مسلمانان پراته دي او  دوی اندېښنه لري، چې هلته به ناامني او ګډوډي رامنځته شي.

ویل کيږي، د ملا برادر اخند په مشرۍ دغه پلاوی به له چينايي چارواکو سره په خبرو کې هغوی ته ډاډ ورکړي، چې د افغانستان له سرحده ډاډمن و اوسي.

د طالبانو د سياسي دفتر استازو تر دې وړاندې ترکمنستان، ایران او روسيې ته هم سفرونه کړي او د يادو هېوادونو چارواکو سره يې د دوه اړخيزو اړيکو او سولې بهير په اړه خبرې کړي او هغوی ته يې ډاډ ورکړی، چې د دوی مبارزه يوازې د خپل هېواد د خپلواکۍ او اسلامي نظام د راتلو لپاره ده او له هېواده بهر هېچا ته ګواښ نه پېښوي، بلکې ښې اړيکې ورسره غواړي.

طالبانو په خپلو تکراري اعلاميو او رسمي څرګندونو کې ويلي، چې دوی له هېواده بهر د مداخلې اجنډا نه لري او نه هم په خپلو چارو کې بل چا ته د مداخلې اجازه ورکوي.

طالبانو له امريکا سره د دوحې په تړون کې هم ويلي، هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي.

د چارو څارونکي وايي، طالبان په دې توانېدلي، چې په سختو حالاتو کې د سيمې او نړۍ هېوادونه پر خپله داعيه قانع کړي، چې دوی يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوي او د نورو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x