روغتیا

پاکستان کرونا: تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۴ زره مثبتې پېښې او ۷۷۸ زره کسان واکسین شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۰ل): په پاکستان کې د ډیلټا ویروس بڼې د خپرېدو سره د مې له ۲۱مې نیټې وروسته په لومړي ځل د کرونا ویروس له ۴ زرو زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

د پاکستان د روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کووید-۱۹ ناروغۍ ۴۱۱۹ کسان په کرونا اخته شوي چې تر ټولو زیاتې ۲۵۱۷ پېښې یوازې په سند ایالت کې ثبت شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، دا په دوه نیمو میاشتو کې په لومړي ځل دومره پېښې ثبتیږي، کله چې د مې په ۲۱مه نېټه د کووید-۱۹ ناروغۍ ۴۰۰۷ پېښې ثبت شوې وې.

د پاکستان د کرونا سره د مبارزې عملیاتي مرکز وایي، تېره ورځ له ۵۲ زرو زیاتو کسانو معاینات شوي دي، په داسې حال کې چې ۴۴ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۰۲۰ له یادې ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.

په مړو شویو کې هم تر ټولو زیات په سند ایالت کې ښودل شوي چې ۲۰ تنه دي، دغه راز په پنجاب ایالت کې د ۶۱۷ مثبتو پېښو سره ۱۴ کسان، په خیبر پښتونخوا کې د ۲۶۱ پېښو سره ۵ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې اسلام اباد کې ۲۷۹ پېښې پرته له کومې مړینې ثبت شوي دي.

بل لوري ته د پاکستان د کرونا سره د مبارزې عملیاتي کمیټې غړی او د مرکزي حکومت د پراختیا او اصلاحاتو وزیر اسد عمر وایي، په دغه هېواد کې تېره ورځ ۷ لکه ۷۸ زره کسان واکسین شوي دي، دا تر دې دمه ددې هېواد تر ټولو زیات کسان دي چې په یوه ورځ واکسین کیږي.

د نوموړي په وینا، تر دې دمه په ټول هېواد کې د بېلا بېلو واکسینو ۲۷ ملیونه دوزه تطبیق شوي او ۵ ملیونه خلک بشپړ واکسین شوي دي.

د یادونې ده چې په پاکستان کې د کووید-۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې له ۱ ملیونه پورته شوي په داسې حال کې چې له ۲۳ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x