افغانستان

بلینکن: که طالبان نړیوال مشروعیت ترلاسه کول غواړي باید خپله رویه تغییر کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ زمري، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، که طالبان غواړي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، نو باید خپلې رویې ته تغییر ورکړي.

بلینکن دا څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ د هندوستان پلازمینه نوي ډیلي کې په داسې مهال کړي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی طالب پلاوی د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته په دوه ورځني سفر تللی دی.

انتوني بلینکن چې هندوستان کې د خپل لومړني رسمي سفر پرمهال خبریالانو ته خبرې کولې وویل: که طالبان د زور له لارې واک ته ورسیږي، نو افغانستان به په نړیواله کچه یو منزوي هېواد وي.

هغه په طالبانو د نیوکې په ترڅ کې څرګنده کړه، داسې یو دولت چې د خپلو خلکو حقونو ته درناوی نه لري او یاهم دده په خبره په خپلو خلکو ظلم کوي، هغه به یو «کرکجن» دولت وي.

د سیمې او نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د طالبانو د سیاسي دفتر فعالو اړیکو ته په کتو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې طالب مشران په نړیواله کچه د رسمیت پېژندلو او د نړیوال ملاتړ جلبولو هڅې کوي؛ خو دده په خبره باور د زور له لارې واک ته رسېدل او برلاسي کېدل بیا طالبانو سره د پورتنیو موخو په ترلاسه کولو کې مرسته نه کوي.

د فرانسې خبري آژانس د شنونکو په حواله لیکلي، د چین هېواد چې په افغانستان کې د ایغور مسلمانانو له وسله وال شتون څخه ویره لري، د طالبانو دغه ډول سفرونه کولای شي د چین اندېښنې رفع او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ځانته یو سپر پیدا کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

دا انټوني بلنګن ډیري ناوخته سندري نه کړې پیل؟ دا خبري د هغه مهال وې چي امریکا د طالبانو سره د صلحي تړون نه وو لاسلیک کړی. اوس د دې خبرو وخت تیر دی. طالبانو نړیوال مشروعیت لاس ته راوړی دی. ملګرې! د فیل په غوږ کي ویده یې.

مجاهد

که د بی امینو به رامنځته کولو او نړۍ په اور اچولو وی امریکا باید نه وی یعنی د امریکا اوسنی حکومت د جورج واشنګټن ( فری میسنری ) یا نظم نوین جهانی بیلګه ده د امریکا بنیاد او تهداب په فساد او وینو تویولو کیشودل شوی له اوله د نړیوالی شاهنشانی یا د زمکی دخدایی ترلاسه کولو په اساسی جوړ شوی او به دی اړه یی ډیری بریاوی څه چه یو څو سلنه کار ورته پاتی وو او هغه څو سلنه کی افغانستان هم شامل وو مګر افغانستان ورته د زهرو مړۍ جوړه شوه نه یی تیرولی او نه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x