افغانستانسولې اړوند خبرونه

یوناما: نړیواله ټولنه په نیول شویو سیمو کې د طالبانواو ولس تر منځ چلند څاري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ زمري، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» مشره «دیبورا لینز» وایي، دا چې طالبان په دې وروستیو کې پر پراخو ساحو واکمن شوي، نو ورسره جوخت یې مسئولیتونه هم درانه شوي‌ او نړیواله ټولنه په نیول شویو سیمو کې د هغوی او ولس تر منځ د چلند جاج اخلي.

لینز په ارګ کې د «څارنې او همغږۍ بورډ» لومړنۍ ناستې ته په خپله وینا کې ویلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې تر خپل واک لاندې ساحه پراخه کړې او اوس یې مسئولیتونه هم درانه شوې دي.
ددې په خبره، نړیواله ټولنه د‌ طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د هغوی او ولس تر منځ پر تعامل نظر لري‌ او دا ورته د منلو وړ نه ده چې هلته تبعیض یا ډله ییزې وژنې وشي او یا هم نجونې ښوونځي ته له تګ منعه شي.

نوموړې ددې تر څنګ ټینګار وکړ، چې د افغانستان د شخړې د حل لپاره باید د سولې خبرې په چټکۍ سره مخته ولاړې شي او که چېرې په مذاکراتو کې‌ پرمختګ ونشي او له بشري حقونو سرغړونې وشي؛ نو نړیواله ټولنه به طالبان په افغانستان کې د «باور وړ» جهت په حیث ونه پېژني.

د یوناما مشره داسې مهال د ولس او طالبانو تر منځ پر روان چلند د نړیوالې ټولنې د څار خبر ورکوي‌ چې په دې وروستیو کې طالبان توانېدلي‌ د افغانستان په نږدې پنځوس سلنه ولسوالیو باندې ولکه ټینګه کړي‌ او حکومتي ځواکونه له یاد شویو ولسوالیو شاتګ ته اړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

د دې څار پایلي مجازات او مکافات هم لري او که داغسي یې د نوبت تیرولو لپاره څه ویلي دي؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x