افغانستانسولې اړوند خبرونه

عمران خان: په افغانستان کې د سلګونه زره بهرنیو عسکرو په شتون کې باید د سیاسي جوړجاړي هڅه شوې وای

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ زمري، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وايي، امریکا لومړی د افغانستان شخړې ته د نظامي حل د موندلو هڅې کولې، خو اوس داسې مهال چې بهرني عسکر له افغانستانه په وتلو دي، د سیاسي جوړجاړي غوښتنه کوي؛ کوم چې دده له قوله، طالبان ورته تیار نه دي.

عمران خان له یوې انګلیسي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان قضیې نظامي حل نه درلود، خو امریکا یې د موندلو هڅه کوله او هر هغه څوک چې د سیاسي جوړجاړی خبره یې کوله، د امریکا د دښمن په سترګه ورته لیدل کېدل «ما غوندې خلکو ته چې ویل مو د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري، د امریکا د دښمن په سترګه کتل کېدل او زه یې طالبان خان بللم.»

ده وړاندې زیاته کړې، چې امریکا باید هغه مهال په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي هڅې کړې وای، کوم مهال چې سلګونه زره امریکایي او ناټو عسکر په افغانستان کې دېره وو او اوس چې د عسکرو د وتلو نېټه اعلان شوې او د پوځیانو شمېر را ټيټ شوی، طالبان ځان بریالی بولي او ډیره ستونزمنه ده چې هغوی سیاسي جوړجاړي او معاملې ته وهڅول شي.

نوموړي یو ځل بیا د یوه پراخ او هر اړخیز سیاسي جوړجاړي‌ په ترسره کېدو ټینګار کړی او په خبره یې، پاکستان اندېښنه لري چې هسې نه افغانستان د کورنۍ جګړې لوري‌ ته لاړ شي، کوم چې دده په اند یوه ډيره بده سناریو به وي.

خان هغه تورونه په ټینګه رد کړي چې ګواکي پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي‌ او زیاته کړې یې، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له امله اویا زره پاکستانیان وژل شوي‌ او د پاکستان اقتصاد ته یو سل او پنځوس میلیارده ډالر زیان اوښتی.

د پاکستان د لومړي‌ وزیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د راتلونکې اګست میاشتې تر پای ته رسېدو ښایي‌ بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خو تاسی ## سیاسی هڅی ته کله څوک پریږدی. دا # مو در ونیسی خبره حل ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x