افغانستان

چين: هيله لرو، طالبان د افغانستان په بيا رغونې او سولې بهير کې مهم رول ولوبوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ زمري، ۱۴۰۰ل): د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نهه کسيز پلاوی تېره شپه د چين پلازمېنې بيجينګ ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی دی.

د طالب ډيپلوماټانو دغه پلاوي د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او يو شمېر نورو چارواکو سره ليدلي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې وانګ يي د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي ته د هرکلی تر څنګ ويلي، دوی هيله لري، طالبان د افغانستان بيا رغونې او د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې بهير کې هم رغنده او مهم رول ولوبوي.

د چين د بهرنيو چارو وزير ويلي، دوی د افغانستان پولې ته څېرمه په سنکيانګ ولايت کې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ له وسله‌‌والو فعاليتونو اندېښنه لري او هيله يې ښکاره کړې، چې طالبان پر خپله خاوره دغو وسله‌والو ته ځای ور نه کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم هم ويلي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د چین په رسمي بلنه بیجنګ ته په سفر تللي نهه کسیز طالب پلاوي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ، د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي سره جلا جلا ناستې کړي دي.

د ډاکټر محمدنعیم لخوا رسنیو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې راغلي، چینايي چارواکو له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام او زیاتولو سربیره ژمنه کړې چې د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه نه کوي؛ بلکه د افغانانو د ستونزو په هواري او د سولې په راوستلو کې به له خپل اړخه مرسته کوي.

نوموړی زیاتوي، د ناستو په جریان کې پر دوه اړخیزو امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسائلو د بحث ترڅنګ د افغانستان په روان وضعیت هم خبرې اترې شوي او په ترڅ کې یې طالب استازو چینايي چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پرضد نه کارول کیږي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په خپلو تکراري اعلاميو او رسمي څرګندونو کې ويلي، چې دوی له هېواده بهر د مداخلې اجنډا نه لري او نه هم په خپلو چارو کې بل چا ته د مداخلې اجازه ورکوي.

طالبانو له امريکا سره د دوحې په تړون کې هم ويلي، هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي.

د چارو څارونکي وايي، طالبان په دې توانېدلي، چې په سختو حالاتو کې د سيمې او نړۍ هېوادونه پر خپله داعيه قانع کړي، چې دوی يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوي او د نورو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اوس خلک په هر څه پوهیږی. د یغور مسلمانان باید وځپل شی تر څو چین په امن کی ووسی، او طالبان بیا د خپلی خوښی امارت افغانستان کی جوړ کړی. هاخوا د امریکایانو توافق له طلب سره هم شوی چی باید اجرا شی کنه نو طالبان به وځپل شی. خو طالب اوس تر ټولو ښه غلام دی چی د امریکی او پاکستان پروژه پر مخ بوځی ملت د خوارجو پر اصلو کی را ګیر کړی او هر څوک چی وغواړی بی عزته او ووژنی. مسلمانانو چی مکه فتحه کړه هغوی چی مستقیمآ پیامبر ص سره یی جنګ کاوو هیچا ورڅخه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x