نظــر

د طالب سپین زړي ناصحین او احساساتي مدافعین

ګل احمد هاتف

استاد محمد زمان مزمل په افغانستان کې یو له هغو پوهو، زړه سواندو او مسلمانو سپین ږیرو څخه دی چې باید هر لوری او هره ډله یې همیشه د زړه سواندي، ناقد او ناصح په حیث ومني او قدر یې وکړي.

استاد د ژوند په اوږدو کې له سختو تجربو پوخ راوتی چې د استاد هرې خبرې ته یې د پوهې او درایت قوت ورکړی. په تیرو څو لسیزو کې د چوکیو او مادیاتو په بیلابیلو سیالیو کې له هر څه بې پروا پاتې سو او له دې ټولو امتحانو نه الله تعالی پاک را ویستی.

دا صحیح ده چې د استاد تړاو د حزب سره و خو د استاد شخصیت له دې پورته دی چې یو حزب پورې منحصر سي، استاد د ملت او امت سړی دی. ددې ملت او امت هر فرد خپل بولي او په غم یې غمجن وي ځکه خو چې دلته هر څوک داسې څه کوي چې ضرر یې ملت ته رسیږي نو استاد ورته نصیحت کوي او نقد کوي یې.

بیا هم وایم دده هر نقد او نصیحت باید په ورین تندي واوریدل سي او قدر یې وسي. ځکه چې دا سړی د ټولو خواخوږی او په درد دردمن دی. د ده نصحیت او نقد نه د کومې شخصي عقدې څخه سرچینه اخلي او نه هم له چا سره د شخصي تربګنیو د پاللو عادت لري.

استاد څو ورځې وړاندې د افغانستان د روانو حالاتو په لوبغاړو باندې نقد کړی و چې طالبان یې هم نقد کړي. طالبانو کې یې هم د امیر خان متقي د هلمند خبرې نقد کړي چې بیا یې جواب کې د طارق بدر په نوم یو طالب لیکنه کړې چې یاده لیکنه یې متأسفانه د استاد په شمول ډیرو نورو کابل میشتو ته د طعنو او سپکاوي ډکه وه.
استاد خو یې بیخي په پټې حزبي عقدې پاللو باندې تورن کړی.

زما بدر صاحب ته دا مشوره ده چې استاد سم وپیژني او بیا یې په اړه قضاوت وکړي. استاد په تمامه معنی یو زړه سواند مشارو، ناصح او ناقد دی. استاد یو درد لري چې هغه درد یې په دې سپین ږیره او تېر عمر بیا هم ارامۍ ته نه پریږي. د استاد دا درد باید درک سي او د استاد قدر داني وسي. استاد د طالب او بل هر چا لپاره هغسې کابلی مشاور نه دی چې د بدر په اصطلاح د جمهوریت به سیوري کې دوی ته مشوره ورکوي او بیا دا هم غواړي چې مشوره یې باید ومنل سي بلکې استاد له ډیرو سترو تجربو، دردونو او پوهې را وتلی هغه سپین ږیری ناصح دی چې ټول هم او غم یې ددې کړېدلي ولس نجات دی، استاد په همدې سیاق کې نصیحت کوي او نقد کوي.

هیله ده طالب پلوه لیکوالان نه تنها د استاد په شان ناقدینو نقد په ورین تندي ومني تر څنګ یې خپله هم د زغم او تسامح کلتور ته د ودې لپاره لیکل وکړي. د استاد په شان دردمند او پوه ناصحین ددې ملت لپاره او دې ملت کې د هر جریان لپاره د الله لورینه ده، د داسې ناصحینو بې عزته کول او خوابدي کول به په لوی لاس پر ځانونو باندې د خیر د سترو دروازو تړل وي.

کابل میشتي ډیری سپین ږیري او ځوانان روزانه د بدر صاحب په اصطلاح د جمهوریت تر سیوري لاندې همدا د جمهوریت حکومت نقدوي نو که چیرې کوم مشر او سپین ږیري استاد طالبانو باندې نقد وکړ او نقد یې هم له یو درده وي بیا خو طالب هم باید زغم ولري.

همدا استاد زمان مزمل چي لوګر کې د طالب سټیج ته تللی او طالب ته یې نصیحتونه کول او نقد یې کاوه دا هم ساده خبره نه وه او نه ده. استاد پر ځان ډیر خطر منلی او بیا هلته تللی دا خطر هغه څوک درک کولای سي چې کابل کې اوسي او دلته د علماوو او د پوهانو مرموز قتلونه روزانه شاهد هم وي. خو استاد بیا هم د ملت او طالب دواړو د نیکمرغۍ لپاره دا هر څه په ځان منلي.

بله خبره دا چې طالبان اوس دا دعوه لري چې نوی نظام به جوړوي او د ټول ملت رهبري به کوي نو بیا خو باید دومره سینه ولري چې د یو سپین ږیري استاد نقد یې تندی تروش نکړي. د یو ملت امامت ستر زغم ته ضرورت لري. په دې هیله چې ددې ملک د رهبرۍ خلګ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او راشده خلفاو د زغم تاریخ مطالعه او خپل ژوند کې عملي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

وروره زه هم په طالبانو نقد لرم خو دمزمل سیب نقدونه دکابل دلوډسپیکرانو په څیر ماته مالومیدل.
درد هرڅوک لری خو دهغه لپاره باید دترکستان لیاره ونه نیسی.
دمزمل سیب لیکنی زیات وخت ضعیفه وی او نه پوهیږم ولی. هغه دکابلستان په تاریکیو کی ښایی لیاره ورکه کړی وی.

محمد صالح

هاتف صاحب، احترامات! ویل کیږي چي یو ډیوالي راولاړ سو د بل ډیوالي ضمانت یې وکړ. اوس نعوذو بالله ته د زړونو په حال خبر یې چي د استاد صاب د زړه حال و خلګو ته تشریح کوې؟ او بل تر کومه پوري چي د کابلیانو خبره ده، په کابل کي هم افغانان میشت دي او د افغان ملت برخه دي. خو دلته په اطرافي ولایاتو کي خلګ په خپلو وینو کي لامبي او د کابل ځیني اوسیدونکي د هغه ظالمانو ملاتړ کوي چي د دې غمیزو مسئول دي. ترخې او پخې تجربې هغو تیري کړي چي کورونه یې بمبار… نور لوستل »

جمیل

دا زوړ استاد؟ د اسلام څخه ناراضه دی
په لوګر کی طالبانو دعوت کړی و
هلته یی په دی ډیره خوښی وښودل چی په غربی لباس(دریشی) کی یی ملبس څوک ولیدی
د آزادی او اسلامی نظام ### استاد؟ تل په طالبانو بد ویلی
تر ځان عالمانو او پوهانو ته په بده او زهرجنه ژبه نصیحت کول د ##کار دی

عبدالمالک همت

ښه پوه سوم، نن ټکی اسيا د مسلمانو او معززو، درنو ليکوالو د سپکولو او بې عزته کولو يوازينۍ آزاده مرجع ده، خير!!!

محمد صالح

ووکه همت صاحب، بالخصوص هغه مسلمان، معزز او درانه لیکوالان چي دا باران او وچکالي د خدای پاک ج کار نه بولي او د یوې امریکایي ساینسي ادارې کارستاني یې بولي. ته ډیر پر حق یې. دا ویب پاڼه ډیر ظلم کوي. د هغه سربیره یې په محبوبیت کي ورځ تر بلي زیاتوالی راځي

تور سپین

زه خپله داسى فکر کوم چه د دا ليکنه حزبى استاد مزمل خپله کړى ده او دحاتف تر نامه لاندى غواړى خپل نوم بيا سيقل کړى. داسى چلو ول يى هم زده ده. اوس دده نوشتى يوازى او يوازى د کابل د رژىم د بقا دپاره دى او بس.

قیامت دی

نن تکی اسیا اداری زما تبصری ولی نه خپری؟ د قیامت په ورز پوشتنه کوم. ته نو نه وایی چی هغه دیره مهمه نه ده. سب سی پهلی پاکستان. ستاسو سیره اوس تول دینا ته معلومه ده. د حکومت می بد ایسی د هغوی ظلمونه او نارواوی هم راته معلومی دی یو تر بل بد تر یاست

عبدالمالک همت

له درانه او محترم ورور هاتف څخه ډېره مننه الله سبحانه دي اجر در کړي.

ډاکټر احرار

السلام علیکم ورحمة الله
د استاد مزمل اړوند ډیر معلومات نلرم
ولی د خپلی یوی ستونزی شاهد یم چې زموږ ملګري د نقد زغم نلري علامه رشاد غوندي پوهاند او سپین ږیري هم موږ درک نکړل او نه مطمئن غوندي ځوان او ملګری ناقد
زموږ بریا په اوریدلو او زغملو کی ده شاهد نقد بیځایه وې د ناقد معلومات بشپړ نه وې یا د یو شخصي عقدی ښکارندوی وې درنښت بیا هم زغم او صبر ده
په درنښت ورور مو احرار

عبدالرقیب

زموږ ټولنه یو ډیر ښکلی فرهنګ لري. هغه دا چي هر فرد د هغه چا په وړاندي زغم ښکاره کوي چي ځان په پوهي، حقوقو او وړتیاوو کي دده سره یوشان بولي. هغه سړي په وړاندي زموږ خلګ زغم نه لري چي ځانونه تر نورو ډیر پوه، عاقل او د رهبري وړ بابتولو هڅي پیل کړي. دا د قبیلوي ټولنیز ژوند خاصه ده چي یو مثبت سلوک دی. که په خلګو کي دا خاصیت عام وي، هلته د مساواتو اصول په ښه توګه عملي کیدای سي. هغه د انګریزانو په چم: ګوډ کیپ ایټ اپ!

دکتور مجاهد

دا سمه ده چه لمړی اشغال کی مزمل صاحب د یو مبارز او مجاهد شخصیت په حیث اسلامی او افغانی مسولیت کی وڼده لرله مګر دا دی معنی نه لری چه دوهم اشغال کی چوپ او یا په ګډووډو سر شی که مزمل صاحب اوس ۷۰ کله سبین ږیری وی ۳۰ کاله دمخه څلويشت کلن وو انحضرت ص په ۴۰ کلنۍ کی پیغمبر شو یعنی په دوهم اشغال کی د مزمل صاحب په عملی جهاد ونډی اخستلو د پاره څه موانع ایجاد شوی وو؟ دی پوښتنی ته باید مشر، عالم او مجاهد مزمل صاحب خپله او لا د مزمل ثناخوان… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

په یوویشتمه پیړۍ کی کفر تر اخری هغه کچی رسیدلی چه د اسلامی نړۍ په ضد یی یو متحد نړیوال استعمار جوړ کړی نړیوال کفر او نړیوال منافقین لکه اردګان ، السیسی او داسی نورو په شان هم بکی نغشتل شوی، هر ډول مادی امکاناتو به لرلو او کارولو هڅی لری چه د اسلامی نظام پیاده کولو مخه ونیسی د دی کار د پاره د سپټمبر لویه نړیواله فاجعه او فتنه جوړه او د اسلامی نړۍ به ضد یی صلیبی جګړه پیل کړه. په داسی حال کی چه د اسلامی نړس سیاسی قدرت یی هم په درغلنو ټاکنو او داسی… نور لوستل »

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x