نظــر

نتنياهو غلط شو!- زاهد جلالي

مقدمه

بغاوت-کالم: د تېر جون په ۱۰مې د اسراييلو د پارلمان پخوانی رييس رېوېن رېولېن چې د لېکود ګوند غړی دی، له پېرېسه وروسته ولسمشر شو. پېرېس که څه هم د نتنياهو په ليکود پارټۍ کې غړی نه دی، بلکې په کاديما کې دی، خو نتنياهو ورته خوښ و او رېولېن که څه هم د نتنياهو د ګوند غړی دی، نتنياهو هڅه کوله چې دی ولسمشر نه شي.

کاديمه ګوند په ۲۰۰۵م کال کې اېرېل شارون هغه وخت جوړ کړ چې له غزې د وتلو پر سر په اسراييل کې غټه لانجه جوړه شوه. شارون ويلې چې له غزې خپل پوځيان وباسم، خو مقابل کې يې اوسني لومړي وزير، نتنياهو سخت مخالفت کاوه. نتنياهو له دغه چانسه ګټه پورته کړه، شارون يې د ګوند پرېښودو ته مجبور کړ او په خپله د ليکود مشر شو.

شارون چې کله ليکود پرېښود، نور ډېر اسرايیلي منځلاري يې له ځان سره کړل او کاديما ګوند يې جوړ کړ. تېر ولسمشر شېمون پېرېس هم له شارون سره په کاديمه کې و.

پېرېس منځلاری ولسمشر بلل کېده، دی که څه هم د کاديمه ګوند غړی و، خو نتنياهو ترې وېره نه لرله. رېولېن که څه هم په ليکود کې له نتنياهو سره و، خو نتنياهو ترې وېره لرله او د راتلو مخالفت يې کاوه.

د نتنياهو مخالفت ګټه ونه کړه، رېولېن ولسمشر شو. رېولېن ډېر تېز افکار لري. هغه د دوو دولتونو په حل باوري نه دی. يعنې هغه نه غواړي چې فلسطينيانو ته دې دولت جوړ شي او بېله ځمکه دې ورکړل شي. رېولېن نه يوازې دا چې له فلسطيني دولت سره مخالف دی، بلکې د ستر اسراييل خوبونه ويني.

نتنياهو د قهرمانۍ په لټه کې

نتنياهو د دې له پاره چې دی هم د فلسطينيانو پر وړاندې متشدد ښکاره شي، دا نوې بمباري يې پيل کړه. نوې بمباري هغه وخت پيل شوه چې د جون په ۱۲مې نېټې درې اسراييلي ځوانان د فلسطين د غربي برخې په الخليل يا هبرون کې ورک شول. نتنياهو وويل چې دغه درې تنه ځوانان حماس اغوا کړي. حماس دا تور رد کړ. نتنياهو خپل پوځيان خليل سيمې ته واستول، د درې ځوانانو په لټه کې يې تر ۵۰۰ ډېر فلسطينيان بنديان کړل او په بيت المقدس کې يو فلسطينی د اسراييلو لخوا ژوندی وسوځول شو او يو بل سخت ووهل شو. نو د حماس او اسلامي جهاد راکټونه له غزې د اسراييلو پر لور مرش شول، چې اسراييلو ته يې د بمبارۍ ښه پلمه په لاس ورکړه.

اوس ځينې راپورونه خپاره شول چې اسراييلي دولت له پخوا خبر و چې درې اغوا شوي اسراييلي ځوانان پخوا وژل شوي وو، خو دوی ځان نا خبره ونيو او پلټنه يې شروع کړه.

داسې ښکاري چې نتنياهو پر غزې د بمبارۍ له پاره ټوله کيسه له پخوا ترسيم کړې وه. هغه په خليل کې هغه فلسطينيان بېرته بنديان کړل چې د شاليط په تبادله کې آزاد شوي وو. نتنياهو پوهېده چې د دغو کسانو په بنديانېدو حماس غبرګون ښکاره کوي او اسراييل به په راکټونو ولي. کله چې حماس خپل غبرګون ښکاره کړي، نو نتنياهو ته به غزه والو د ځپلو ښه زمينه برابره شي او اسراييليانو ته به ښکاره کړي چې دی هم تر رېولېن کم نه دی او د فلسطينيانو په مقابل کې ډېر حساس دی! نو د جګړې له ګټو او د حماس له ځپلو وروسته به دی يو قهرمان او هيرو شي.

نتنياهو غلط شو!

خو نتنياهو غلط شو، ځکه ده ګومان کاوه چې بريد به دومره اوږد نه شي او اسراييلي تلفات به دومره ډېر نه وي. هغه داسې ګومان کاوه چې په څو ورځو بمبارۍ کې به د حماس د راکټونو مخه ونيسي او بريالی به شي، له دې سره به اسراييل کې قهرمان معرفي شي.. خو داسې به ونه شي. ځکه جګړه د اسراييلو له کنټروله ووتله. اوس اسراييل د جګړې د پای ته رسولو په هڅه کې ده، خو حماس لا هم خپل راکټونه د اسراييل پر لور فير کوي او د اوربند له پاره خپل شرايط وړاندې کوي.

نن په نړۍ او اسراييل کې په دې اعتراف وشو چې نتنياهو د جګړې ګټونکی نه دی او نه اسراييل خپل هدف ته ورسېدل. نن چې د جګړې شپاړسمه ورځ ده، تر اوسه د حماس راکټونه د اسراييل مختلفې سيمې نښه کوي او شاوخوا دېرش اسراييل پوځيان وژل شوي. د سولې له پاره هم حماس خپل شروط تحميلوي.

اوس دقيقا پر لبنان د ۲۰۰۶ اسراييلي بريد ته ورته حالات دي. په ۲۰۰۶ کې دري دېرش ورځې جګړه کې يو سل او شپېته اسراييليان ووژل شول او نږدې دولس سوه لبنانيان ووژل شول او د لبنان ډېره برخه ورانه شوه، خو بيا هم ګټونکی حزب الله و. په اسراييلو کې په جګړه کې د ماتې ملامتي د وخت په لومړي وزير ايهود اولمرت واچول شوه او د دفاع وزير امير پېرېتز له خپلې دندې ګوښه شو.

بدبخته نتنياهو!

په ۱۹۹۷م کال کې نتنياهو د اسراييلو لومړی وزیر و. نتننياهو هغه مهال هم غوښتل له ځانه قهرمان جوړ کړي، خو نصيب يې ښه نه و.

په دغه وخت کې نتنياهو د حماس دوه جاسوسان اردن ته واستول، چې د حماس د سياسي بيرو مشر خالد مشعل ووژني. پر خالد مشعل بريد وشو، خو د موساد غړي د خالد مشعل د ساتونکي لخوا ونيول شول او په مقابل کې يې خالد مشعل بېرته روغ شو او د شيخ ياسين په شمول د زنداني فلسطينيانو يوه ډله د موساد د جاسوسانو په مقابل کې راخلاص شول.

دا په حقيقت کې د حماس له پاره ستره بريا وه او د نتنياهو له پاره ستره ناکامي. په ۱۹۹۹م کال کې نتنياهو د دويم وار له پاره د لومړي وزارت پوسټ وبايله او ناکام شو.

نتنياهو بدبخته دی، اوس بيا هم هماغه کيسه تکرارېږي، دی د قهرمانۍ په لټه کې يو وار بيا رټل کېږي او په اسراييل کې د ناکامۍ څپېړه خوري.

بغاوت ، د زاهد جلالي کالم، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x