افغانستان

خوږياڼو کې د اربکيانو مشهور قومندان ملک نواب و وژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۳ل): همدا شېبه مو خبر تر لاسه کړ، چې د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو سيمه کې د اربکيانو مشهور قومندان ملک نواب او د هغه مرستيال محمد امين سره له پنځو ملګرو په يو سرتيري بريد کې و وژل شو.

له سيمې څخه د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې نن سهار اته بجې يو ستريري بريدګر د ملک نواب پر پوسته بريد وکړ، چې نتيجه کې يې ملک نواب، د هغه مرستيال او پنځو نورو ملګري سره و وژل شو او ګڼ نور ټپيان شول.

زموږ همکار زیاتوي، چې ملک نواب درې مياشتې وړاندې طالبانو له سيمې شړلی و، مګر يوه مياشت وړاندې د ګدو ځواکونو د يوې سترې قوې په مټ بېرته سيمې ته راستون شو.

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیبوال د ملک نواب د وژنې پخلی کړی او ویلي دي چې سهار مهال په نوموړي سرتیری برید وشو.

د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو سيمې اوسيدونکي وايي، چې ملک نواب سيمه کې يو بد اخلاقه اربکی قومندان و او له خلکو به يې په زور باج اخيسته او سيمه کې به يې غلاوې هم کولې.

د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې سرتېری بريدګر د ملک نواب پوستې ورننوت، ملک نواب، د هغه مرستيال او پنځه نور ملګري و وژل او لس تنه نور يې مرګوني ټپيان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x