ادبي لیکني

د عنوانونو شاعري

ماهر احسانزی

ادب د ادب او ادب د ژوند لپاره پر نظریو سربېره درېیمه نظریه داده چې ادب د ژوند او ادب لپاره باید وپنځول شي.

دې نظریو بیا د ادب ویشنې په مهال هم لارې کړې دي او یا تر ډېره پنځګر دواړه نظریې مني، خو د نظم او نثر لارې یې ورته ټاکلې دي.

که د پنځګر موخه دا وي، چې څو شیبې د فطرت، اشنا، ژوند، مینې، کلي، غریبۍ، جدایۍ او … په اړه خپل درد، احساس او شته تصور له نورو سره شریک کړي نو نظم ته مخه کوي او بیا بخت او توکل چې شعر شو او که نظم خو که موخه یې د یوې خبرې، نظریې، موضوع او … سپړل او پر نورو منل وي؛ نثر لیکي.

دا داسې منل شوی معیار ندی چې د سپړلو او منلو خبرې یا ښه ده ووایو رهبري کوونکې خبرې به په نثر کوو او تشې ساعتتیرۍ دې نظم او شعر ته پاتې وي. د خوشال بابا، عبدالرحمن بابا، علي خان، حافظ الپوري او … د نظم او شعر خبرې چیرته بې ګټې دي؟! خو خبره داده چې د شعر جوړوونکو او سپړونکو ترمنځ هم د نظر توحید نشته؛ دوی ځینې شعر ته د تشې لفاظۍ یا یوازې یوې شیبې د ذوق خړوبولو، خوښۍ ورکولو، یو انځور سترګو ته درولو او … ټینګار کوي او وایي: شعر نه د خلاصې کتاب دی چې لمونځ پکې تشریح کړو او نه هم د حکیم لقمان د پندونو مجموعه!

دوی ادب د ادب لپاره غواړي او وایي چې پنځونه باید د مانا په دیوالونو کې بنده نشي چې نه به ورباندې هر چیرته لوستونکی پوهیږي او نه به پنځګر په خلاص مټ بیا د ادب لپاره کار وکړي.

د ادب د ژوند لپاره تیوریسنان لکه د کاظم خان شیدا او خوشال بابا ګروهمن دي:

مضمون د شعر لکه پیکر دی
رنګین الفاظ یې رخت زیور دی
کاظم خان شیدا

شعر کار د هر فاسق د فاجر ندی
نه د هر یو وږسترګي د کنګال

شعر کار یا د سالک یا د مالک دی
د عاشق دی، د دردمن دی د ابدال

ددې برخې استادان استدلال کوي، چې خورې ورې کلیمې، جملې او پراګرافونه که پنځګر د تول او تال په وریښمین مزي تړلی شي؛ دا هم کولی شي چې همدا تول او تال د فکر په زیور ښایسته کړي.

رنګین الفاظ یې رخت زیور دی

د رنګینو الفاظو دا زیور فکر دی، چې باید په شاعرۍ کې ورته ځای ورکړل شي.
په شعر کې د فکر څو ګټې دي:
یو- اوږدمهاله پایښت:
له امیر کروړه تر ننه زموږ هماغه شعرونه یاد دي چې محتوا یې فکر لري. تاسو به ډېر کله په مهمو غونډو، کره کتنو، ادبي مجلسونو او حتی لاریونونو کې وانه ورئ چې:
کله پټه شي ښکاره، کله وکړي اشاره
نپوهیږي دا وړه، پر ما خلک خبروي
خو دا به مو حتمي اوریدلي وي:
پر دنیا د ننګیالیو دي دا دوه کاره:
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي
خوشال بابا
تف څه به دا دنیا وي او څه تول ددې دنیا
غني خان
چې سړی له سړي کړي د دنیا تمه
سړیتوب به یې سپیتوب شي په دا تمه
حمید مومند
دا ډول بیتونه په زرګونو دي چې محتوا ته په کتو یې د خلکو ذهن ته ورځي.
دوه- د موضوعاتو د اثبات او حجت په توګه:

شاعري یا ادبیات چې د بشر د فکر د لیږد مهمه ذریعه ده، لکه د متلونو په څېر د مهمو مسایلو، سختیو، ازموینو او ستونزو په مهال موږ ته حوصله راکوي، د مقابلې ځواک مو پیاوړی کوي، د خبرو لار راښیي او د ژوند کولو سره مو بلدوي.

که لټ او پر ځای ناست بنی ادم ته د کار، د زحمت، د خوارۍ کولو څومره هم وغږیږې، د استاد پسرلي دې بیت ته نه رسي:

نورو پسې تګ سړی خر مخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون پر مخ

د مصیب او سختۍ په مهال تر دې بیتونو هیڅ قوي څه نشته:
د نامردانو ورسره هیڅ نشته
غم د مردانو دی، مردان د غم دي
خوشال بابا

چا ویل چې ژړا وي د کمزورو کار
وریځو هم له غرونو سره وژړل
صدیق پسرلی

درې – د ادب د اړتیا په توګه:

ډېر کله پر شعر او یا ادبیاتو هغوی چې له روح سره یې نا اشنا وي، نیوکې کوي، چې ادب او شعر خلکو ته څه ورکوي؟

نیوکه کوونکي وایي: شعر هم باید د طب، انجنیرۍ، زراعت، اقتصاد او … په څېر د انسان لپاره مادي اسانتیاوې برابرې کړي خو له دې ناخبره دي چې ادب او فکري شاعري انسان ته لوری ورکوي، رهبري کوي یې او د فرصتونو، بشري تجربو او احساساتو د پیژندلو چل ورښیي.

لمن مې ډکه ده له کاڼو خو څوک نه پرې ولم
په عادتونو کې دا یو عادت د غره لرمه.
نه د یتیم مخ ګوري او نه د شاه لیلا سینه
پورته شه درویشه دا بې دینه توره ماته کړه.
درویش درانی

د دراني همدا بیت د هغوی لپاره چې پر توره ( توپک) ځان ساتي، علاقه ورسره لري، دا لوی درس دی چې دا توپک لکه اور خپل او پردی نه پیژني، که نن ګناهګار وژني، سبا د بې ګنا د وژلو اندیښنه هم پکې شته او ښه داده چې لیرې یې ورغورځوو.

د فکري شاعرۍ نورې ګټې هم شته. مثلا: د استاد اجمل ښکلي په کومه مقاله کې مې لوستی و چې د خوشال بابا ټوله شاعري ددې وړ ده چې سړی یې نیم بیتي د عنوانونو لپاره غوره کړي.
مثلا:
ستا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه

په اور وسوزه دا تورې قلمونه

د دنیا خاني میري په زور و زر شي
او لسګونه نور نیم بیتي یې.
عنوان چې باید د موضوع کوچ پکې وړاندې شي، د مانا او الفاظو اوډون ته هم پکې پام کیږي خو په هر حال موخه داده چې که شاعري د فکر له مخې وشي، حتی د عنوانونو ځای هم نیسي.

دا باید له یاده ونه باسو چې فکر په زوره پر شعر ور تپل نه دا چې شعر کمزوری کوي، بلکې کله کله یې د شعر له ردیفه هم غورځوي.

استاد ابراهیم همکار ددې لپاره چې په بدیع کې د مکرر تجنیس صنعت وپنځوي، لیکي:
د بڼو لاندې چې یار راته کتل تل
رانه غلا یې کړو له ورایه په خندل دل
ترپایه.
خو همدې صنعت کې دا بیت:
پر کبلیو باندې رحم د سپو نه شي
د رقیب لاسونه مه شه په دلبر بر
څومره سره تفاوت لري؟

په شاعرۍ کې د فکر ځایول او یا فکر وړاندې کول اسانه هم نه دي. ډېر مهال زموږ د فکري شاعرۍ پنځګر ددې لپاره چې شاعري یې لفاظي نه شي، یو پیعام، خبره (له خبرې مې منظور همدا پیغام، یو مفهوم او یو داسې حالت دی چې تر لوستلو وروسته یې سړی محسوس کړي) باید ولري خو دوی لکه په پورته راوړې بېلګه کې نه دا چې کامیاب نشي، بلکې د شعر اراده یې هم زیانمنه شي.

ددې لپاره چې فکري شاعري ولرو/ ویې لیکو، باید د ادب پورې تړلیو موضوعاتو( بدیع، بیان، ژانرونو) پر مطالعې سربېره د هنري ادب لټه وکړو، د فرهنګ په بېلابېلو برخو کې مشاهده ولرو او د ژوند هرې تجربې د لیکلو حافظه پیدا کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x