ورزش

د سیالیو نه شتون، راشد خان په شل اوریزو درجه بندۍ کې دریم مقام ته ښکته شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له تیرې اوږدې مودې راهیسې د شل اوریزو هیڅ سیالي نه ده ترسره کړې، د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان شوي درجه بندۍ له مخې ملي اتل راشد خان د شل اوریزو په درجه بندۍ کې دریم مقام ته ښکته شوی دی.

راشد خان چې تېره اوږده موده د ملي سیالیو د نه شتون له کبله په تجارتي لوبو بوخت دی، په پرلپسې ډول له لومړي دوهم او بیا دریم مقام ته ښکته شو. هغه اوسمهال د شل اوریزو ملي لوبډلې د لوبډلمشر په حیث غوره شوی دی.

دده پرځای د سویلي افریقا سوکه توکه اچونکی تبریز شمسي موده وړاندې له راشد خان وړاندې شو، خو د سریلانکا وانیندو هراسنګا دوهم مقام ته پورته او راشد خان دریم نمبر شو. تبریز شمسي د پاکستان او ایرلینډ پر وړاندې شل اوریزې لوبې وکړې، خو وانیندو هاراسنګا د انګلستان او هندوستان پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې.

https://twitter.com/ICC/status/1420302797661040642?s=20

د راشد خان درجه بندي نمرې په داسې حال کې ښکته کیږي چې له اوږد ځنډ وروسته افغانستان د روان کال په مارچ میاشت کې د زمبابوې پر وړاندې لوبې ترسره کړې وې، خو تر نړیوال جامه چې په اکتوبر کې پېل کیږي هیڅ شل اوریزې سیالۍ نه لري.

د افغانستان د سیالیو نه شتون ددې لامل شوی چې افغان لوبغاړو په نړیواله درجه بندۍ کې خپل مقام له لاسه ورکړی دی.

بل لوري ته مجیب ځدران د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې په نږدې وخت کې دویم مقام څخه بېرته دریم مقام ته ښکته شوی دی، د نوموړي ځای استرالیاوي جوش هیزلوود نولی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان راتلونکې سپتمبر کې د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، خو د شل اوریزو نړیوال جام چمتو والي په موخه هیڅ شل اوریزې لوبې نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx