ورزش

عمران خان: افغان کرکټ لوبډله په کم وخت کې ډیرې لاسته راوړنې لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي چې د افغانستان کرکټ لوبډله په نړۍ کې یوازینۍ لوبډله ده چې په کم وخت کې یې زیات پرمختګ کړی او بې شمېره لاسته راوړنې لري.

عمران خان دا څرګندونې د پاک-افغان ځوانانو فورم (PAYF) له پلاوي سره د پوښتنو ځوابولو پرمهال وکړې، چې په اسلام اباد کې د نوموړي په دفتر کې ترسره شوې. په دغه ناسته کې د نورو پوښتنو سربېره له عمران څخه د سپورت په ځانګړي ډول د افغان کرکټ په هکله پوښتنې وشوې.

په ۱۹۹۲م کال کې پاکستان ته نړیوال جام ګټونکی عمران خان افغان لوبډله ستایلې او زیاتوي، د کرکټ په تاریخ کې هیڅ هېواد نه دی توانېدلی د افغانستان په څېر په لنډ وخت کې دومره چټک پرمختګ وکړي.

ښاغلي عمران خان وایي، «افغانستان چې اوسمهال کرکټ کې په کوم حالت کې قرار لري نور هېوادونه دغه ځای ته په ۷۰ کلونو کې رسېدلي دي».

نوموړي زیاته کړه چې ددې بریا یو اصلي لامل په پاکستان کې د افغان کډوالو له لوري د لوبې زده کړې دي چې د ستاینې وړ ده.

عمران خان په داسې حال کې د افغان لوبډلې ستاینه کوي چې شاوخوا یوه میاشت وروسته د پاکستان او افغانستان ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.

له دې وړاندې د ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کې افغانستان ته د سفر پرمهال عمران خان افغان لوبډلې ته پاکستان ته د لوبو لپاره د ورتګ بلنه ورکړې وه. هغه مهال د کرکټ مشرتابه له لوري نوموړي ته د افغان لوبغاړو له لوري لاسلیک شوی بیټ هم ډالۍ شوی و.

ټاکل شوې ده د پاکستان او افغانستان ترمنځ د افغانستان په کوربه توب په سپتمبر میاشت کې د درې یو ورځنیو سیریز ترسره شي، دغه لوبې په عربي اماراتو کې ټاکل شوې وې خو اوس سریلانکا ته انتقال شوي دي.

د درې لوبو سیریز به د سپتمبر ۱ تر ۵مې د سریلانکا په هامبنټوټا ښار مهیندا راجاپاکسا لوبغالي کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx