افغانستان

طالبانو د نورستان له سیلاب ځپلو سره د مرستو غږ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې له سیلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غږ کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د کامدیش ولسوالۍ په «میردیش» کلي کې د ویجاړوونکي سیلاب پایله کې د اووښتو ځاني او مالي زیانونو له کبله ژور خفګان څرګند کړی او د پېښې له قربانیانو سره یې غمشریکي اعلان کړې ده.

د کامدیش ولسوالۍ له سیلاب ځپلو سره د مرستو په لومړي ګام کې طالب مشرتابه خپلې مالي ادارې ته امر کړی چې په عاجله توګه د پنځه ملیونه افغانیو په ارزښت نقدې مرستې متضررینو ته ورسوي.

د طالبانو مشر دغه راز خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې له سیلاب ځپلو سره د مرستو په رسولو کې خنډونه لرې او د هغوی په ژغورلو کې بیړني ګامونه پورته کړي.

د خبرپاڼې پای کې طالبانو له ټولو خیریه مؤسسو او مرسته کوونکو ټولنو او عام ولس څخه هیله څرګنده کړې چې د کامدیش له ولس سره په دغو سختو شېبو کې هرقسم مرستې وکړي.

تیره شپه دولس بجې د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ په مهردیش کلي کې د زیاتو اورښتونو او سیلابونو له کبله د ښځو او او ماشومانو په ګډون ۱۵۰ تنه مړه او ټپیان شوي، لسګونه کورونه ویجاړ، څاروي او مالونه یې هلاک شوي دي.

باید وویل شي چې د کامدیش ولسوالۍ مهردیش کلی د طالبانو په ولکه کې ده او همدا وجه ده چې د سیلاب ځپلو د ژغورلو په موخه هلته د طالبانو مرستندویه ډلې وار له مخه رسېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالب مشر له کومه کړ؟ یو ورځه یی نوی تصویر او غږ خپور کړی که په ریښتیا طالب مشر ژوندی وی. تر اوسه چا لیدلی؟ کوم مشره؟ خو دا خبره د کمک د نورستان له خلکو سره ښه خبره ده. هر څوک چی پدی برخه کی کمک کوی الله دی ورسره کمک وکړی.

دوکتور غروال

تاسی په شکنجو او قتلونو د طالبانو په نامه لکه د تنظیمونو او کمونیستانو په شان شهرت لرۍ حتی تاسی د جاهلووحشیانو نام باندی هم شهرت لرۍ اما دااوسنۍ اقدام د تاسو له خوا د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ په مهردیش کلي کې  د تاسو د امارت ؟ اڅخه تراوسه پوری د تاسو یوازی ددا سی اقدام اعلان انسانی او اسلامی بڼه څرګندوی پدی شرط چی خپلی اعلامیی ته عملی بڼه هم ورکړۍ او دا هم باید واضح کړۍ شی چی ددی پنځو ملیونو افغانیو منبع له کومه ځایه دی ؟ نظر و تاریخی تجروبو ته هم تش په نامه مذهبی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx