افغانستان

طالبانو کندهار کې د خبریالانو نیول کېدل «بزدلانه» اقدام بللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ زمري، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې حکومت سپین بولدک ته د حقایقو د راټولولو په موخه تللي‌ خبریالان ونیول، طالبانو یاد ګام غندلی او حکومت یې تورن کړی، چې د بیان او رسنیو د ازادۍ له شعارونو څخه د خلکو د تیر ایستلو لپاره استفاده کوي.

څو ورځې وړاندې طالبانو رسنیو ته بلنه ورکړه، چې ددوی تر واک لاندې سپین بولدک ولسوالۍ ته ولاړ شي او هلته د حکومت د هغه تورونو په اړه څېړنه وکړي چې ګواکي طالبانو ډله ییزې وژنې پیل کړي.

حکومت که څه هم نورو خبریالانو ته د تګ اجازه ورنکړه، خو د کندهار د سیمه ییزې راډیو «ملت غږ» درې خبریالان سیمې ته ولاړل خو له سپین بولدک څخه د بیرته راتګ په مهال د ملي امنیت د عسکرو له لوري‌ نیول شوي او کورنیو چارو وزارت تور پورې کوي، چې یادو شویو خبریالانو د طالبانو په ګټه تبلیغات کول.

د طالبانو له لوري‌ په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې د حکومت یاد ګام «بزدلانه» بلل شوی او وړاندې زیاته شوې، چې « کابل اداره چون د حقیقتونو د نشر او خپراوي تاب نلري، په مقابل کې يې د خبریالانو په تهدیدونو، نیولو او اخطارونو ورکولو لاس پورې کړ.»

اعلامیه کې زیاته شوې، چې حکومت د بیان او رسنیو د ازادۍ له شعارونو څخه د خلکو د تیر ایستلو لپاره استفاده کوي «موږ دغه بزدلانه اقدام په کلکه غندو، دغې پيښې د دوی په هغو ټولو تشو شعارونو باندې د بطلان کرښه راکش کړه چې ویل به يې، د دوي په جمهوریت کې رسنۍ آزادې دي او اطلاعاتوته د خلکو لاس رسی یو اصل دی.اوس ثابته شوه چې دوي د رسنیو د آزادۍ او نور شعارونو څخه د خلکو د تیرایستلو لپاره استفاده کوي.»

طالبانو ددې تر څنګ د بشري حقونو پر ادارو او د رسنیو پر مسئولینو غږ کړی، چې د حکومت ددې اقدام په وړاندې ودرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx