ټکنالوژي

د واټس اپ سټيټس څخه څنګه کولای شئ ویدیو ښکته کړئ؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۰ل): که تاسې د ټولنیزو رسنیو پر پیغام رسوونکي مشهور اپلیکیشن واټس اپ د خپلو دوستانو سټیټس ګورئ، خو له هغو د ویدیو غوښتنه نشئ کولی، نو تاسې ته یوه داسې لاره درښایو چې په مرسته یې کولی شئ دغه ویدیو خپل موبایل ته ښکته کړئ.

دا خدمت تر دې دمه د اندراید چلوونکي سیستم کاروونکو لپاره دی، ددې لپاره لاندې لارښوونې عملي کړئ:

لومړی له ګوګل سټور څخه د ګوګل فایلز (Google files) په نوم اپلیکیشن ښکته کړئ، دغه ایپ ته ننوځئ او سیټینګ یا ترتیباتو ته چې د اپلیکیشن په چپ اړخ کې دی، لاړ شئ، او د Toggle په نامه فایل پرانیزئ، تر څو پټ معلومات ښکاره کړي.

بیا د خپل موبایل فایل منیجر ته داخل شئ او د انترنیت سټوریج Internet storage آپشن ته ننوځئ، له دې وروسته دغه معلومات تعقیب کړئ، واټساپ بیا میدیا او بیا سټیټس، په دې سره به تاسو وکولی شي له سټيټس څخه ویدیو ښکته کړئ.

د واټس اپ سټیټس داسې یوه ځانګړتیا ده چې کاروونکي ته اجازه ورکوي د خپلو ملګرو سره عکسونه، ویدیو او لیکل د مختلفو رسنیو لکه انسټاګرام، فیسبوک او ټویټر په څېر د ۲۴ ساعتونو لپاره خپور کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx