نظــر

د عبدالحق عمري ویاړمن شهادت د مکار دښمن پر مخ یوه بله څپېړه

صفي الله رائد

‏هغه خلک به څرنګ مات شي چې رهبرانو یې د نړۍ تر ټولو بدنامو زندانونو کې شکنجو ته تن کیښود او د زړه ټوټې بچي یې د خپلو نورو مجاهدو اتلانو سره اوږه په اوږه سرونه شیندي؟
دا چې ناټو د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف زرګونو عسکرو له ټانګونو او چورلکو سربېره تاب رانوړ؛ دا له همداسې جانبازه ملت او لښکر سره مخ وو.

دوی له داسې یو ځواک سره مخ و چې له کشره تر مشره له رهبره تر عسکره ټول په الهي مینه مست، د شهادت په انتظار او دغسې مرګونو ته یې لبیک وایۀ.

هو! عبدالحق عمري هم یو له همدغو تنکیو زلموټو څخه یو تنکی زلمی و چې خپله وینه یې د الله تعالی په لاره نذرانه کړه.

هوکې، دا یوسف مخی زلمکی شهید دطالبانو د سیاسی فتر د غړي مولوی محمد نبي عمري کشر زوی و.

چې تېره ورځ یې دکابل غلامې ادارې
د سي آی اې له روزل شویو ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې سپېڅلي آرمان شهادت ته ورسید.

د عبدالحق عمري تقبله الله شهادت د هغو درواغجنو، مکارو دښمنانو پر مخ درنه څپېړه ده چې ویل به یې د طالبانو د مشرانو زامن په لوکسو ښارونو کې په عیش او عشرت او هوسا ژوند بوخت دي او د جګړې ډګر ته پردي اولادونه لیږي.

نن د عمري ویاړمن شهادت د ناصالح او بې شرفه مکار دښمن پر مخ یوه بله درنه څپېړه ورکړه چې پام؛
مونږ ستاسو او ستاسو د اولادونو په څېر په پستو چوکیو او په عیاشیو روږدي نه یو؛ بلکې زما ترڅنګ زموږ د مشرانو ټول ځامن د پستو چوڪیو، لوڪسو دفترونو او هوسا ژوند پر ځای، په خړو سنګرونو کې د دین، هیواد، خاورې او خلکو د ساتنې په پار او د یو سپین سپېڅلي اسلامي نظام په تکل د خپلو نورو همسنګرو مجاهدینو تر څنګ په پوره مېړانه قربانۍ ورڪوي.

عبدالحق عمري د مولوی محمد نبۍ عمري تر ټولو کشر ځوی او ځوان زدکونکی و خو! دا چې د ویښ ضمیر څښتن تل دا احساسوي چې یواځې لیکل او لوستل د اسلامي ازادۍ او خپلواکۍ لپاره بســــنه نه کوي او نه هم هېواد او پلورل شوي خلک په لیک او لوست ازادېږي؛ ځکه ازادي د قلم د سیاهي “رنګ” ترڅنګ د وینو رنګ ته هم اړتیا لري؛ چې په همدې تکل یې په دې سپېڅلې لاره کې د خپل قلم د سیاهي رنګ تر څنګ یې خپله وینه هم نذرانه کړه او د شهادت لوړ مقام ته ورسید.
نحسبه کذالک والله حسیبه

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

په کابل کی د صلیبی اشغالگرانو نوکر اداری بی صمیره مزدوران، د دغو پاکو مجاهدینو د بوټونو خاوری سره هم برابری نه شي کولای.
لا حول و لا قوة إلا بالله

قیامت دی

جنابه خلګ مه غولوی، د طالب د مشرانو او هم د حکومت د مشرانو زامن اکثریت میلی او عشقونه کوی. معنی شه ژوند لری. دری دری ودونه سوک کوی؟ دپلار ګتلی لری که پتی او زمکه لری؟ په خلیج مجلل کورونه د کومه کرل؟ حکومت وال خو مه شوره غرق دی غرق. طالب مشران یو شه والی پرلری چی زنا او شراب نه کوی دا منم. نور دواره مشران غرق دی استثنا سته.

الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون الله ج دی د عبدلحق شهادت قبول او کورنی ته دی د هغه برکتونه پاتی شی او د هغه کورنۍ دی د هغه غیرحاضری محسوس نکړی او به ځانګړی ډول د هغه محترم او مجاهد پلار محمد نبی عمری صاحب ته تسلیت وړاندی کوو ، دا درته نه شو ویلای چه مه ژاړه ، چه موږ زړیدلی یو پلار او مور خو به خامخا ژاړی ، د زړه ټوټه او بیا داسی سپیڅلی ټوټه چه له چا جلا کیږی او هغه ښکلی لمسیانو په مخونو کی د هغه مخ ګوری ستونزمه ده چه سړی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x