افغانستان

د نیویارک د تر ټولو مشهور پله بروکلین پر سر سپين بیرغونه ورپېدل

نن ټکی آسیا (پنجشنه، زمري ۲مه، ۱۳۹۳ل): ناڅرګندو کسانو تېره ورځ د امریکا په نیویارک ښار کې د بروکلین مشهور پُله باندې د امریکا لګېدلی بیرغ لرې کړ او پر ځای یې دوه سپين بیرغونه ولګول.

د امریکا مشهور تلویزون ای بي سي وايي چې نامعلومو کسانو د امریکا بیرغ د شپې ۳۰:۳ بجې شاوخوا لرې کړ او پر ځای یې سپين بیرغ ولګاوو.

د بروکلین په پله باندې د سپين بیرغ رپېدل په امریکا کې د خلکو غوسې پارولي او پر حکومت نېوکه کوي، په داسې حال کې چې دغه پل ۲۴ ساعته د امنیتي کامرو او پولیسو تر نظارت لاندې وي؛ خو بیا هم څوک په دې توانېږي، چې پر سر یې د امریکا لګېدلی بیرغ را کوز او پر ځای یې بل بیرغ ولګوي.پولیسو د دې پېښي په تړاو ناخبري ښودلې.

امریکايي چارواکي وايي چې دوی د سپين بیرغ په پورته کېدو خوښ نه دي او دوی د هغو کسانو په اړه څېړنې کوي چې دغه بیرغ يې پورته کړی.

پولیس وايي چې دوی د امنیتي کامرو څخه یوه ویډیو ترلاسه کړې چې ۴ یا ۵ ځوانان د پل په لورې ځي، چې د خلکو په معلومولو کې به کار ترې واخلي. چارواکي وايي چې د شپې ناوخته ۳:۳۰ بجې هغه څراغونه چې د امریکا بیرغ ته لګېدلي وه بند شول.

د دوی په وینا سهار ۵:۳۰ بجې د رغونې کارکوونکو ولیدل چې د امریکا بیرغ لرې شوی او سپين بیرغ پرې لګېدلی دی.

پولیس وايي چې د بريښنا د قطع کېدل او سپين بیرغ لګېدلو کې ۱۳ دقیقې وخت لګېدلی دی.

دغه مشهور پل د بروکلین او منهاټن سیمې سره نښلوي او د ورځې پرې شاوخوا یو لک شل زره موټر، ۴ زره پلي کسان او ۳۱۰۰ سایکلونه تیریږي.

پولیس ایله غرمه مهاله وتوانېدل چې سپين بیرغونه لرې کړي او پر ځای يې بېرته د امریکا بیرغ ولګوي.

سپین بیرغ چې د اسلام بیرغ ګڼل کیږي، د امریکا په مشهور پله باندې لګېدلو یې که له یوې خوا زیات شمېر امریکایان پارولي؛خو ګڼ شمېر مسلمانان یې بیا خوښ کړي او د اسلامي نظام او سپين بیرغ راتلونکي ته یې خوشبینه کړي.

 

speen bairagh 2 speen bairagh 3 speen bairagh

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x