افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا: افغانستان کې د چین ښکېلتیا یو «مثبت ګام» دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» وایي، چین په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي په تامینولو کې مثبت رول لوبولای شي.

بلینکن نن ورځ «پنجشنبه» یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په افغانستان کې د چین ښکېلېدل یو مثبت ګام دی او بیجنګ د طالبانو او کابل حکومت تر منځ د سیاسي جوړجاړي په رامنځته کولو کې رغنده رول لوبولای شي.

دده له قوله، په سیمه کې هیڅوک د طالبانو د نظامي بریا پلوي‌ نه دي‌ او طالبان هم باید د جګړې لار پرېږدي او د سولې د خبرو لور ته را وګرځي.

دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه دي، چې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر یو لوړپوړی پلاوی‌ بیجنګ ته ولاړ او هلته یې د یاد هیواد له بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره د افغان سولې پروسې او د افغانستان د اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

طالبانو د چین چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې دوی له ټولو ګاونډیانو سره غوره اړیکې غواړي او هیڅ‌ ډلې او جهت ته اجازه نه ورکوي‌ چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو د امنیت خلاف وکاروي‌.

په دې لیدنو کې چینايي چارواکو په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي په ترسره کېدو ټینګار کړی او هیله یې ښودلې چې طالبان به په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

دوی ددې تر څنګ ژمنه کړې، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

بل لور ته امریکا داسې مهال په افغانستان کې د چین ښکېلتیا غوره بولي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي‌ کال د اګست میاشتې تر وروستیو ښایي بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا خبره نه ده کړې بلکه د امریکا د ډیموکراټ ګوند بهرنیو چارو وزیر دا خبره کړې ده. د امریکا ډیموکراټ ګوند هم لکه د افغانستان حزب خلق ډیموکراټیک افغانستان، کله چي امریکایانو برطانوي اشغالګر د امریکا څخه و ایستل. هغه بهرني سرمایه دارانو چي د برطانیې د دولت څخه د امریکا د ثروت د لوټلو په لاره کي د آلې کار اخیستئ، هغوئ پر ډیموکراټ ګوند باندي خپله نوې پانګونه وکړل. د هغي ورځي څخه تر ننه پوري دا ګوند د امریکا د ملت په لوټلو کي د بهرنیانو لاسپوڅی دی. افغانستان په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x