
ښکنځلې او سپکاوی!
رحمت الله مؤمن
ځینې وختونه انسان په ورځني ژوند کې د کم عقلو له ښکنځلو او د جاهلانو له خوا له سپکاوۍ سره مخ کېږي؛ خو هوښیار انسان هغه دی چې پخپل ژوند کې د داسې خلکو ویناوې خپل زړه ته نه نیسي، باید ځان پرې بې پروا کړي؛ نه یې د غچ هوډ وکړي او نه یې پر ویناوو زړه بد کړي، اصلاً همدا د انسان د صبر د ازمایښت وخت وي.
د عمر بن عبدالعزیز رضي اللّٰه عنه حالت وګوره:
عمر بن عبدالعزیز یوه شپه له کوره ووت، ساتونکی یې هم ورسره و، یوه جومات ته ننوت، په جومات کې تیاره وه، ناڅاپه یې د یوه ویده کس له سر سره پښه ولګېده، هغه سر راپورته کړ او ورته یې وویل:
لېونی خو نه یې چې د خلکو پر سرونو پښې ږدې؟
عمر بن عبدالعزیز ځواب ورکړ:
نه وروره لېونی نه یم!
د عمر بن عبدالعزیز ساتونکي وغوښتل چې پر دغه سړي برید وکړي او سزا ورکړي، خو عمر بن عبدالعزیز منعه کړ او ورته یې وویل:
د سزا ورکولو حق پرې نه لرو، هغه له ما نه پوښتنه وکړه چې لېونی خو نه یې او ما ځواب ورکړ، چې نه!!
” رحمت اللّٰه مؤمن “