افغانستان

هلمند کې طالبانو د حکومت جنګي چورلکه را نسکوره کړې/ويډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ زمري، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په مرکز «لښکر ګاه» ښار کې د حکومت یوه جنګي چورلکه د طالبانو په برید کې را نسکوره شوې.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د چورلکې د ویشتلو مسئولیت منلی او پر ټویټر يې لیکلي «لږ مخکې د هلمند مرکز لښکرګاه میدان ته نژدې د مزدور دښمن یوه نظامي هلیکوپتر د مجاهدینو په برید کې رانسکوره شوه.»

دغه چورلکه چې د لښکرګاه هوایي ډګر ته نږدې ویشتل شوې وه، د لښکر ګاه ښار اړوند د نجونو عالي لیسې ته په کمه فاصله کې را لوېدلې ده.

حکومتي امنیتي بنسټونو که څه هم تر دې دمه د خپلې چورلکې د ویشتل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو په روانه اوونۍ کې دوهمه چورلکه ده چې په هلمند ولایت کې سقوط کوي.

څو ورځې وړاندې یوه بله جنګي چورلکه په نادعلي ولسوالۍ کې هم رالوېدلې وه.

د جنګي الوتکو پرلپسې سقوط داسې مهال دی، چې طالبان د هیواد په بېلابېلو برخو کې چټک پوځي پرمختګونه لري او تر دوو سوو زیاتې ولسوالۍ یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې دي.

ورته مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د قراردادیانو د وتلو لړۍ روانه ده، چې له امله یې حکومت نشي کولای خپلې تخریب شوې الوتکې ترمیم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالب داسی ښکاری چی د آینده حکومتداری لپاره هیڅ هیله او اراده نلری. ملی شتمنی ویجاړی کړه، تاسیسات وران کړه فکر وکړی طالب د حکومت سره شریک شو یا فرض وکړه ټول حکومت د طالب شو بیا دومره ورانی طالب په قرضداره او ګدایګر پنجاب باندی جوړه وی؟

قیامت دی

په سه شی مو وویشته ؟ سر مو خو خلاص شو؟ د چا خخه وسلی اخلی؟ ناموسونه هم هلته دی لکه د حکومت لورپوری چارواکی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx