افغانستان

 د سولې وزارت: په تېرو څلورو مياشتو کې ۲۴ زره طالب جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ زمري، ۱۴۰۰ل): د سولې په چارو کې د کابل حکومت د دولت وزارت وايي، له تېرو څلورو مياشتو راهيسې ۲۴ زره طالب جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه وزارت وايي، طالبانو د روان کال د وري «حمل» له مياشتې راهيسې د هېواد په ګڼو برخو کې ۲۲ زره بریدونه کړي او په دغو بریدونو کې ۲۴ زره طالب جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه وزارت کې د تاوتريخوالي د کمولو او اوربند د نظارت څانګې مسؤول سيد عبدالله هاشمي ادعا کړې، چې په دې وروستيو کې لس زره جنګيالي افغانستان ته راغلي دي.

تر دې وړاندې د کابل حکومت مشر اشرف غني او نورو چارواکو هم ادعا کړې وه، چې لس زره جنګيالي د پاکستان له خاورې افغانستان ته را اوښتي دي.

طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او اعلاميو کې د کابل حکومت د چارواکو دغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې د دوی په ليکو کې بهرني جنګيالي شته او يا هم په جګړو کې برخه اخلي.

په دې وروستيو وختونو کې، چې طالبانو د هېواد په شمال، مرکزي ولايتونو، جنوب، جنوب غرب او نورو سيمو کې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي مرکزونه ونيول، په هېڅ سيمه کې بهرني جنګيالي نه دي تر سترګو شوي.

په يو شمېر نيول شوو سيمو کې طالب قومندانانو او مشرانو په ويډيويي بڼه له خلکو پوښتنه کړې، چې ايا تاسې له موږ سره کوم بهرنی ليدلی؟ د خلکو ځواب «نه» و.

سره له دې، چې د کابل حکومت تر شا د امريکا او ناټو سربېره د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه ولاړ دي او په ښکاره ورسره ځمکنۍ او هوايي مرستې کوي، خو دوی بيا هم پر طالبانو تور پورې کوي، چې زرګونه بهرني جنګيالي ورسره دي، خو تر اوسه يې رسنيو او ازادو سرچينو ته کره ثبوتونه او اسناد نه دي وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

غلامان ډیر وارخطا دی. حساب ځنی ورک دی. دا خبر خو د دفاع او داخله وزارتو کار دی. د سولی وزارت د سولی خبری کوی.

پتنګ

نالت ،نالت او تف نالت په داسې درواغو ، داسې خبرې چې اورم نو له انسانه مې زړه تور شي شاید چې حیوانات به هم درواغ وایې، خو دهغوی په ژبه او حرکاتو نه پو هیږم !

الحاج استاذ بیانزی

د فاحشی سره د پاکو په جنګ کی ، فاحشی هڅی لری مخکی له دی چه پاکی میرمنی د فاحشی لونډان فاحشی ته یاد کړی ، ژر ژر خپل لونډان په پاکو تپی. د کابل فاسده، ناوړه او غلامه اداره د امریکا په مشرۍ د ۴۸ لوڼدانو فاحشه طالب مجاهدین په پاکستان تپی دومره شرم او حیا نه لری چه له ریسه تر مامور او له جنراله تر عسکر معاشونه ( تمویل ، تجهیز، یونیفورم او قومانده له کومه راځی حتی د ریاست په لمړی ورځ یی په رسمی او لوړه بڼه یی قضایی مصونیت هم ورکړو یعنی تاسی زموږ… نور لوستل »

دوکتور غروال

دا د قاتلو جاسوسو شورای نظار بابولانی دی ددوی جهاد چیغی په واقعیت کښی اجنبیانو ته جاسوسی وه او دی او دوی د نفاق مکروبونو اچولو کښی مهارت لری !!!!

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x