نړۍ

عمران خان: پاکستان د طالبانو وياند نه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ زمري، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، اسلام اباد د طالبانو وياند نه دی او نه هم د طالبانو د کړنو مسؤوليت د دوی پر غاړه دی.

عمران خان تېره ورځ په اسلام اباد کې له افغان خبريالانو سره د يوې ناستې پر مهال ويلي، چې په افغانستان کې څه روان دي او يا هم د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته، هلته څه پېښيږي، د دې کارونو مسؤوليت د پاکستان پر غاړه نه دی او نه هم پاکستان د طالبانو وياند دی.

د پاکستان لومړي وزير ويلي، امريکا او متحدينو يې د افغانستان جګړه له پوځي لارې ګټل غوښتل، خو په دې کې بريالي نه شول.

نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانستان بحران يوازې د سياسي خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کېدای شي.

عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د کابل حکومت او رسنۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې د افغانستان روان کړکېچ ټوله پړه پر پاکستان اچوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

ښاغلي خان يو ځل بيا سپيناوی کړی، چې په افغانستان کې د هېڅ لوري او ډلې پلوي نه کوي او افغان ولس، چې هر څوک وټاکي، پاکستان به ورسره په شريکه کار وکړي.

د پاکستان لومړي وزير زياته کړې، چې باثباته او پر امنه افغانستان د پاکستان په ګټه هم دی او له همدې امله دوی د سياسي روغې جوړې لپاره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي.

د کابل حکومت ادعا کوي، چې طالبان په پاکستان کې مرکزونه او پټنځايونه لري، خو عمران خان دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي، چې د پاکستان په ګڼو سيمو کې له درې ميليونو زيات افغان کډوال اوسيږي، هره ورځ له ۲۵ تر ۳۰ زرو پورې افغانان خپل هېواد ته تګ راتګ کوي او په دغسې يوه حالت کې دا ناشونې ده، چې حکومت دا توپير وکړی شي، چې څوک جګړې ته ځي او څوک نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

لکه چي خان صاحب فکر کوي موږ ډوډۍ غوږونو ته وړو. پاکستاني مقامات تل زموږ د ګران هيواد په هرڅه ډېره خرابه کي خپلي شومي ګټي لټوي.

د سعودي استخباراتو پخواني مشر شهزاده ترکي بن فيصل السعود د يوه سعودي ټلويزيون سره په يوه نوې مرکه کي ويلي دي : له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو کيسه تر اوسه لا نه ده ختمه سوې ، د افغانستان ګاونډي هيوادونه خپلي ګټي لري او هغوی په دې هیواد کي د خپلو ګټو په تلاښ کي دي.

ترکي تر شلو کالو زيات د سعودي استخباراتو مشر پاته سوی دی. 

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x