افغانستان

زابل کې د دولتي عسکرو په ډزو ۱۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله رسېدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ زمري، ۱۴۰۰ل): د زابل ولایت په مرکز کلات کې د دولتي عسکرو لخوا په توپچي او هاوان بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ ولسي وګړي «شهیدان» او ټپیان شوي دي.

دا پېښه پرون مازدیګر ناوخته د کلات اړوند اومکي سیمې په «کلا» کلي کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې دولتي عسکرو په یاده سیمه د توپونو او هاوانونو ناتاره ګولۍ وتوغولې.

د زابل د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر نظیر حریفال وايي، د پېښې له ځایه دوی ته د درې ماشومانو او دوه لویانو په ګډون ۵ جسدونه او ۱۲ ټپیان ور وړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په ټپیانو کې د ځینو وضعیت ښه دی؛ خو د یو شمېر نورو حالت بیا نازک دی.

د زابل امنیه قومندان جنرال ویس صمیمي هم دغه پېښه تاییدوي؛ خو ادعا کوي چې دغه هاوانونه د طالبانو لخوا ویشتل شوي؛ کومه ادعا چې د طالبانو او ځايي خلکو لخوا بې اساسه بلل شوې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دولتي عسکرو دغه توغندي د کلات ښار له غنډ څخه راویشتلي دي.

د زابل ولایت ټولې ولسوالۍ او مرکز کلات یو شمېر سیمې طالبانو نیولي، چې دا مهال د کلات ښار په څنډو کې وخت ناوخته د عسکرو او طالبانو ترمنځ په وقفه ییزه توګه خال خال نښتې ترسره کیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په زابل ولایت کې ولسي کورونه په هاوان او توپونه ولي، بلکې تردې وړاندې هم دولتي عسکرو په ورته بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx