ټولنیزه برخه

زرپارې«۴۲ نه برخه»- د قاضي اياس رحمه الله ځيرکتيا

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني

ژباړن: احمد ګل ریان

د قاضي اياس رحمه الله ځيرکتيا:
قاضي اياس رحمه الله په خپل ذهانت او ځيرکي مشهور او ضرب المثل دی، د ذهانت ډير واقعات يې ذکر شوي دي. يو وخت يو سړی ورته راغی او ورته ويې ويل چې په فلان مې څه مال امانت ايښی و او اوس يې ترې غواړم، خو په امانت کې خيانت کوي. قاضي اياس رحمه الله مدعا عليه راوغوښت او پوښتنه يې ترې وکړه، هغه انکار وکړ او ويې ويل چې مدعي هيڅ امانت نه دی راکړی.

قاضي صاحب مدعي وپوښت: دا مال دې چېرته ورته سپارلی و؟
– ځنګل کې يو ځای و.
– د هغه ځای کومه علامه شته؟
– هو، يوه ونه ده، تر هغې ونې لاندې مې امانت ورکړی و.
– ښه، نو ته يې د هغې ونې لاندې وګوره، ممکن هلته دې امانت د ايښودلو پر ځای ښخ کړی وي او له ياده دې وتلی وي.
مدعي لاړ او قاضي صاحب مدعا عليه ته کړل چې د هغه تر راتلو انتظار شي. وروسته قاضي صاحب د نورو دعوو په فيصلو مصروف شو. څه وخت وروسته يې ناڅاپه له مدعا عليه پوښتنه وکړه: څه فکر کوې؟ سړی به اوس هغې ونې ته رسېدلی وي؟
مدعا عليه ځواب ورکړ: نه، اوس به نه وي رسېدلی.

بس قاضي صاحب همدا غل ونيو، دا چې دې سړي ته د مدعي ياده کړې ونه معلومه وه او فاصله هم ورته معلوميده، د دې خبرې دليل و چې په رښتيا يې تر دې ونې لاندې له مدعي سره کومه معامله کړې وه. د خيانت راز يې ښکاره شو او وروسته مدعا عليه هم په خپل جرم اعتراف ته اړ شو.

دغه راز يو بل سړي هم دغسې شکايت ورته وکړ چې فلان يې امانت نه ورکوي. قاضي صاحب ورته کړل چې اوس ته لاړ شه او دوه ورځې وروسته بيا ما ته راشه، خو مدعا عليه بايد خبر نه شي چې تا يې په هکله ما ته شکايت کړی دی.
سړی لاړ او قاضي اياس رحمه الله مدعا عليه راوغوښت او ورته ويې ويل: له ما سره ډير مال دی، که ستا کور محفوظ وي، نو ستا سره يې ساتلی شم؟

– هو، زما کور بالکل محفوظ دی.
– ښه، نو ته ځای ورته جوړ کړه او مال پکې وساته.
سړی خوشحاله شو او لاړ. وروسته مدعي ورته راغی، قاضي صاحب ورته وويل: اوس لاړ شه او خپل ملګري ته دې ووايه چې مال درکړي، که يې درکړ، ښه به وي او که يې انکار وکړ نو ورته ووايه چې مال مې راکړه، کنه نو قاضي درباندې خبروم.

سړی لاړ او له مدعا عليه يې په هماغو الفاظو د خپل مال غوښتنه وکړه، هغه هم مال ورته ورکړ.
وروسته مدعا عليه قاضي صاحب ته راغی او قاضي صاحب ګرمې نرمې ورته وکړې او رخصت يې کړ. (ابن القيم رحمه الله: الطرق الحکميّة السياسيّة الشرعيّة ص: ۲۲ او ۲۳، مطبعة الاتحاد الشرقي، دمشق ۱۳۷۵ هـ ق)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x