ورزش

سریلانکا هند ته د شل اوریزو په سیریز کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ زمری، ۱۴۰۰ل): د سریلانکا او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیریز کې سریلانکا خپل سیال ته په ماتې ورکولو په ۲-۱ د سیریز بریا خپله کړه.

سریلانکا لوبډله چې د راتلونکي شل اوریزو نړیوال جام لپاره په غوراوي لوبډلو کې شامله ده، وتوانېدله د هند سترې لوبډلې څخه سیریز لاس ته راوړي.

په دریمه او وروستۍ لوبه کې سریلانکا هند ته سخته ماتې ورکړه چې هند په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۸۱ منډې جوړې کړې وې، یاد هدف سریلانکا په ډیره حوصله په ۱۵م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

د سریلانکا غوره توپ اچونکی وینیندو هسارنګا چې د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې له راشد خان وړاندې دوهم مقام ته پورته شوی، خپله کلیزه په غوره کارکردګۍ ولمانځله او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

نوموړی د یادې لوبې او سیریز غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د هند لوبډله په سریلانکا کې د ویرات کوهلي او روهیټ شرما پرته لوبیږي، او شیکر دهاون د لوبډلې مشري پر غاړه درلوده. ددوی اصلي او په سترو لوبغاړو شامله لوبډله د انګلستان پر وړاندې سیالیو لپاره دغه هېواد کې په چمتووالی بوخته ده.

له دې وړاندې د یاد سیریز په لومړۍ لوبه کې کوربه سریلانکا د هند پر وړاندې ماتې منلې وه، خو په وروستیو دوه لوبو کې یې د غوره توپ اچونې په مرسته هند ته ماتې ورکړه او دغه سیریز یې په خپل نوم کړ.

https://twitter.com/ICC/status/1420801493171593216?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x