افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا ملي امنیت شورا: افغانستان کې د جګړې د شدت کچه باید راټيټه شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ زمري، ۱۴۰۰ل): د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «جیک سلېوان» له خپل پاکستاني سیال «معید یوسف» سره لیدلي دي او د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه هم ورسره غږېدلی.

سلېوان پر خپل ټویټر لیکلي، چې له یوسف سره د لیدنې په مهال یې ټينګار کړی، چې د افغانستان د قضیې د سمدستي حل لپاره باید سیاسي جوړجاړی وشي او په یاد هیواد کې د جګړې د شدت کچه راټيټه کړل شي.

ورته مهال یوسف هم له سلېوان سره خپله لیدنه تائید کړې او په خبره یې، دواړه لورو هوکړه کې چې په افغانستان کې به ګډو همکاریو ته دوام ورکوي.

دغه لیدنې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ په بشپړېدو ده او د راتلونکې اګست میاشتې تر پای ته رسېدو ښایي په افغانستان کې د ناټو نظامي ماموریت پای ته ورسېږي.

بل لور ته طالبانو په دې وروستیو څو میاشتو کې بې مخینې پوځي پرمختګونه کړي او توانېدلي چې د نږدې دوه سوو ولسوالیو پر مرکزونو ولکه ټینګه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا د امنیت ( د بی امنیتی ) شوری مشاور دا پوښتنه ولی له جورج بوش او ډیک چینی همجنسبازانو نه کوی چه د افغانستان او عراق د اشغال د پاره یی د سپټمبر لویه فاجعه جوړه او وکاروله څه کم دری زره بیګناه امریکایان یی قربانی شول او په غچ اخستنه یی عراق، افغانستان او افریقا شمال کی یی په میلونو مسلمانان په شهادت ورسول او رسیږی، هغه هم خیر د مسلمانانو وژنه خو د انسانی ځناورو د پاره روا او تقوی ده مګر په لکونو غریب او ناپوهه اروپایان او امریکایان او د کابل غلامانو عسکر پکی… نور لوستل »

یو بل مه سره وژنی

# بیانزیه! دا اوس ته چاته لگیا یی؟ هغه کافر دی دوشمن دی، دوی همیشه دا کار کوی. طالب ## ولی خپل مسلمان ورور وژنی؟ که ته وایی چی دا یی حامیان دی نو دا اصلی کافر ولی نه وژنی؟ دا اوس بی _ ۵۲ بمبار در باندی کوی خو تاسو سترگی مری نیولی. بیانزیه ## دوی ته خپل گتی مهمی دی اوس تاسو او اشرفغنی سره اچولی یاست، کفار خپل دیدن درته کوی. کله چی زره وغواری بمباروی دی. مه وژنی خپل مسلمان ورور تاسو دوارو ته د یو زای خخه منشور رازی. دا ستا مصرف او د حکومت… نور لوستل »

دکتور مجاهد

د (( یو بل مه سره مه وژنۍ )) ته : تر ټولو لمړی افغانی فرهنګ نه دی چه لویه جمله یی نوم وی، لمړی یو اسان نوم ځانته غوره کړه مهمه نه ده که هغه اروبایی یا امریکایی نوم وی. میدیا له توره سبین او له سپینه تور جوړوی او نهه نوی سلنه میدیا هم د دجالی قدرتو به واک او ځواک کی ده دغه یو سلنه کی همدغه د نن ټکی اسیا پاڼی راځی دی پاڼی ته هم دغسی کمیشن کاران را استوی چه شکلی لیکنی او تبصری کمرنګه او کم خونده کړی. ستاسی له تبصری لوستلو وروسته… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x