افغانستان

په کندهار کې نيول شوي خبريالان «د څېړنو لپاره کابل ته لېږدول شوي»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ زمري، ۱۴۰۰ل): په کندهار کې د ملت غږ راډيو نيول شوي خبريالان د نورو څېړنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د خبريالانو د خونديتوب اداره وايي، حکومت بايد نيول شوي خبريالان خوشې کړي او د بیان ازادۍ غږ له غلي کولو ډډه وکړي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجيب شريف ويلي، دا ټولو ته معلومه ده، چې د ملت غږ راډيو خبريالان د طالبانو په بلنه سپين بولدک ولسوالۍ ته تللي وو، هلته يې له طالب قومندانانو سره مرکې کړي او په ژوندۍ بڼه خپرې شوي هم دي، خو بېرته کندهار ته له ګرځېدو وروسته د ملي امنيت له لوري نيول شوي دي.

خبريالانو او طالبانو د خبريالانو نيول غندلي دي.

يوه کابل مېشتي خبريال لطيف يعقوبي ویلي، که د خبريالانو د نيولو لړۍ دوام وکړي، د نو د معلوماتو رسولو مخه به ډب شي.

د عزيزه کرماني په نوم يوې بلې خبريالي ويلي، حکومت بايد څلور واړه نيول شوي خبريالان خوشې کړي او که کوم تور پرې وي، نو بايد اسناد يې وړاندې.

طالبانو هم د ملت غږ راډيو د خبريالانو نيول «بزدلانه» ګام بللی دی.

د طالبانو له لوري‌ په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې د حکومت یاد ګام «بزدلانه» بلل شوی او زیاته شوې، چې « کابل اداره چون د حقیقتونو د نشر او خپراوي تاب نلري، په مقابل کې يې د خبریالانو په تهدیدونو، نیولو او اخطارونو ورکولو لاس پورې کړ.»

څو ورځې وړاندې طالبانو رسنیو او د بشري حقونو څېړنکو ته بلنه ورکړې وه، چې د دوی تر واک لاندې سپین بولدک ولسوالۍ ته ولاړ شي او هلته د حکومت د هغه تورونو په اړه څېړنه وکړي چې ګواکي طالبانو ډله‌ییزې وژنې پیل کړي.

حکومت که څه هم نورو خبریالانو ته د تګ اجازه ورنکړه، خو د کندهار د سیمه‌ييزې «ملت غږ» راډيو درې خبریالان بسم‌الله وطندوست، قدرت سلطاني او محب عبیدي او ورسره عکاس ثناءالله صیام سیمې ته ولاړل خو له سپین بولدک څخه د بېرته ستنېدو پر مهال د ملي امنیت د عسکرو له لوري‌ نیول شوي او کورنیو چارو وزارت تور پورې کوي، چې یادو خبریالانو د طالبانو په ګټه تبلیغات کول.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، د ټولو هڅو سربېره هم د ملي امنيت رياست چارواکي دې ته نه حاضريږي، چې د نيول شوي خبريالانو په اړه دوی ته سپيناوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دې ته ډیموکراسي وايي دغسې بدماشان لکه لوچک ناصالح سیاست ته راوستل او د ده په مثال سلګونه نور ضدیان او سرکشه په حکومت کې شته چې ټول ملک یې خفه کړی .عجیبه خو لا دا ده چې دغو ته دسیاسیونو نومونه هم ورکول کیږي . له حکومت نه خو لار ورکه ده ځکه یې دغو نارواو ته ملا تړلې ده .د خوا بدی ځای له هغو خلکو څخه دی چې د یوه داسي فاسد او بې کفایت نظام پلوی کوي . او د ځان لپاره دیوه منطقي انسان دعوه هم لري .

الحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی د خپلو نړیوالو استعمارو موخو ترلاسه کولو او مظلوم بشریت استثمارولو او غلامولو د پاره شکلی او جټل اصطلاحات سرچپه کړی: انتخابات یا ټاکنی: که په اسلامی طریقه ترسره شی یعنی لمړی معقولیت او بیا اکثریت عملی شی اسلام کی هم ټآکنی شته او تر شیطانی سیستمو په رښتونی ډول ترسره کیږی. برخلاف دموکراسی او سکولریزم کی د غلا، دروغو او درغلیو په نتیجه کی خبل مورد نظر کس بریالی کوی . د نړی سیاسی قدرت یی د همدی جټلو او دغلنو ټاکنو په مټ تر لاسه کړی څه چه وایی هغه نه کوی او چه څه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x