روغتیا

امریکا کې د کرونا زیاتوالی، واکسین ته د هڅولو لپاره هر کس ته سل ډالر جایزه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ زمری، ۱۴۰۰ل): په دې وروستیو کې د امریکا په متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس پېښې یو وار بیا مخ پر زیاتېدو دي چې د مخنیوي لپاره یې د چټک ګامونو پورته کولو پریکړه شوې ده.

د امریکا د یو شمېر ولایتونو والیان په پام کې لري تر څو واکسین ته د هڅولو لپاره هر کس ته ۱۰۰ ډالره جایزه ورکړي، ددې لپاره د مرکزي حکومت له لوري ځانګړې بودیجه ټاکل شوې ده.

ولسمشر جو بایډن د سل ډالره جایزې په تړاو وایي، ممکن واکسین شوي کسان دا پيسې له انصاف لرې وبولي، خو که د واکسین شویو کسانو شمېر ډیر شي ګټه یې ټولو ته رسیږي.

په امریکا کې پر دولتي او نادولتي کارمندانو د کرونا واکسین اجباري کولو پریکړه نه ده شوې، خو ددغه هېواد ولسمشر جو بایډن له دولتي کارمندانو غوښتي، که واکسین نه کوي باید پرلپسې کرونا معاینات وکړي او اجباري ماسک وتړي.

د امریکا نیمایي نفوس د کرونا پر ضد واکسین شوی، خو د ولایتونو په کچه توپیر کوي، هغه ولایتونه چې کم خلک یې واکسین شوي د کرونا مثبتې پېښې په کې زیاتې شوې دي.

د نوې پېښو زیاتوالی په دغه هېواد کې د کرونا هندۍ (ډیلټا) بڼې خپریدل ښودل کیږي، چې په واکسین نه کونکي ځای کې لا په چټکۍ خپریږي.

امریکا کې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات کسان له کرونا مړه شوي، د ځینو څیړنو پایلو ښودلې، تېره میاشت امریکا کې له کرونا د مړو کسانو څخه یې ۹۹ سلنه واکسین شوي نه وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x