نړۍ

د قاتل ګروپ مشر امریکايي عسکر د ټول عمر په قید محکوم شو

قاتل ګروپ - the kill team

نن ټکی آسیا: د امریکا په واشنګټن ایالت کي د محکمې له خوا د هغه قاتل ګروپ مشر د عمر قید په سزا محکوم شو چي په قندهار کي ملکي کسان وژل او بیا يې هغه په داسی انداز انځورول چي ګواکي هغوی طالبان دي، او د جګړې په ترڅ کې ووژل شول.

دغه عسکر چي سارجنټ کالفین ګیبس (۲۶ کلن) نوميږي، په ۱۵ قضیو کي تورن وبلل شو، چي لږ تر لږه درې قضیې د قصدي قتل دي.

د محکمې د پریکړي سره سم نومړی د ټول عمر په بند محکوم شوی، خو هغه کولای شي چي لس کاله باده د محکمې څخه د مشروط خلاصون غوښتنه وکړي.

د محکمې په بیان کي راغلي چي سارجنټ ګیبس د پنځو نورو عسکرو مشري کوله، چي صرف د سات تیري په توګه يې بی ګناه کسان وژل، او بیا يې هغوی په داسي توګه انځورول چي ګواکي هغوی طالبان دي، او د دوی سره د جګړې په ترڅ کې ووژل شول.

هغوی د وژل شویو کسانو د جسم ټوټې لکه ګوتي او نور اعضاء له ځان سره د یادګاري په توګه ساتل.

خپله سارجنټ ګیبس اعتراف وکړ چي هغه د څو جسدونو څخه ګوتي پرې کړي وې او هغه يې له ځانه سره د یادګاري په توګه ساتلي وې، خو هغه بیا هم په دې خبره ټینګار وکړ چي وژل شوي کسان طالبان وه، هغوی اعدام شوي نه دي، بلکي د حقیقي جګړې په ترڅ کې د دوی له خوا ووژل شول.

ویل کیږي چي د قاتل ګروپ د پنځو کسانو څخه پاته درو (۳) عسکرو خپل په جرمونو اعتراف کړی، او هغوی د ۳ کالو څخه بیا تر ۲۴ کلونو په بند محکوم شوي دي، خو د پنځم کس محکمه لا تر اوسه نه ده دایره شوې.

د قاتل ګروپ د جنایاتو یو څو انځورونه دلته په کلیک کولو سره وګورئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x