افغانستان

ناټو په ترکیې کې د کابل حکومت د عسکرو روزنه پیل کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ زمري، ۱۴۰۰ل): ناټو وايي، له ژمنې سره سم یې له افغانستانه بهر د کابل حکومت د عسکرو د روزنې پروګرام پیل کړی دی.

په بلجیم کې د ناټو سازمان رسنیز دفتر یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د جون میاشتې په سرمشریزه کې ددغه تړون د ۳۰ غړو هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې وه، چې دوی به له افغانستان سره د مرستو ترڅنګ د کابل حکومت د عسکرو روزنې او مالي مرستو ته دوام ورکوي.

سرچینه زیاتوي چې د همدې پرېکړې او ژمنې په اساس اوس له افغانستانه بهر د کابل حکومت د عسکرو روزنه پیل شوې ده؛ خو د امنیتي دلایلو له امله یې هغه ځای مشخص نه کړ.

له بل پلوه د ترکیې «الصباح» ورځپاڼې پرون د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل حکومت د ځانګړو ځواکونو لومړۍ ډله  دغه هېواد ته رسېدلې ده.

د کابل حکومت دفاع وزارت د ناټو لخوا په ترکیه کې د عسکرو د روزنې پروګرام له پیل څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې دوی په دغه پروګرام کې د ګډون لپاره آماده دي.

ددفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي رسنیو ته ویلي، ناټو تردې وړاندې له تروریزم سره  د مقابلې په خاطر د کابل حکومت عسکرو سره مرسته او ملګرتیا کړې، چې په خبره یې ډیره ګټوره وه او اوس چې له هېواده بهر ددغه سازمان لخوا د عسکرو روزلو پروګرام پیل شوی دوی یې هرکلی کوي.

د څارونکو په باور په ترکیه کې د کابل حکومت د عسکرو د روزلو پروګرام پیلول ښايي د ترکیې په وړاندې د افغان ولس او په ځانګړې توګه د طالبانو حساسیتونه نور هم زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې تردې وړاندې له امریکا سره د یوې هوکړې له مخې غوښتل د کابل نړیوال هوايي ډګر امنیت ساتلو په پلمه خپل عسکر په افغانستان کې وساتي؛ خو د طالبانو له خبرداري وروسته دغه پروسه جنجالي او داسې ښکاري چې ترکیه اوس له دې پروسې څخه په شا کېدونکې ده.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ترکیې څخه غوښتي وو چې د ناټو د غړي په توګه باید له بهرنیو ځواکونو سره یوځای له افغانستانه ووځي او د پاتې کېدو په صورت کې یې د هغوی په وړاندې د کلک ولسي مقاومت خبرداری ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د نړۍ تقريباً ټول اسلامي مبارزين او ځيني عام عالمان اردوان کافر ګڼي او په دې اړه ډول ډول دلايل وړاندي کوي. خو ساده مسلمانان دې عفريت او د مهال مصطفی کمال ته ناحقه خوشبين ول . دې طاغي بې له دې چي د خپل واک د ټينګولو لپاره لګيادی کار کوي، مسلمان امت ته يې د يوې ولسکيزي ګټه نه ده رسېدلې. رب دې تباه او برباد کړي، زموږ څه حال دی او دا مست موشه خر څه کوي، وايي : بزدرجان کندن، قصاب در غم چربو. وخورې دا د رشيد دوستم مخ او سرټمبه سر. دا احمق د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

حرمینو ( مکی او مدینی ) ته د غیر مسلمانو تلل جواز نه درلود تر دی چه د افغانستان کمونستی دوری جاجیانو کی یی چآن کولو او حکومتی جارواکی له مکی او مدینی منع کول . یعنی هغه وخت سعودی، حرمینو او اسلامی نړۍ څه ناڅه خپلواکی لرله. برخلاف یوه ورځ می ولیدل چه د اسراییلو د استخباراتو لوړپوړی چارواکی هم حرمینو کی لیدل شوی د مدینی منوری د امام سره یی تصویرونه اخستل شوی چه موږ هم ولیدل او ویدیویی تصویرونه ، د اسراییلو د استخباراتو کوم مدیر ته دا مهمه نه وه چه دا تصویرونه واخلی مګر د… نور لوستل »

طاهر ثابت

اوس معما لیږ اسانه ښکاری.
دکابل بین المللی میدان ساتنه، دافغان عسکرو روزنه = داردګان د خونخواری مینه
دکابل میدان ساتل+ امریکایی کمکونه + افغان دولت + اردوګان = داردګان دصهنستیانو غلامی او اسلام دښمنی
اردګان په یوه لاس قران او اسلامی شعارونه نیولی او په بل لاس داسلام غوښتونکو په وړاندی دجنګ توره لری
له داسی منافق سره باید مناسبه معامله وسی

ګل احمد

وایي چي یوه سړي خپله میرمن یوه پیر ته راوستل او ورته وې ویل چي اولاد یې نه کیږي. ښځه یو څه نمکي وه. د پیرصاحب غړي ورته وتښتیدل، نو یې سړي ته وویل چي نن شپه یې دلې راته پریږده زه به دم پر وکړم سبا یې بیا بوزه. سړي جواب ورکړ چي پیرصاحب په غ..لو نه بلاربیږي، ما خپله ډیره هڅه کړې ده. که دي کوم بل چم زده وي په وې کړه. نو اوس هم د کابل اردو ته د نړۍ سترو ابرقدرتونو ۲۰ کاله ټریننګ ورکړ خو دوئ لکه هغه غوړ لوښی جنګیدل یې نه کړل… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x