افغانستان

کابل: امریکايي ځواکونه د شش درک له نظامي مرکز څخه هم په پټه وتلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ زمری، ۱۴۰۰ل): له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په دوام وړمه شپه امریکايي ځواکونه د کابل ښار په زرغونه سیمه «شش درک» کې له خپل تر ټولو لوی نظامي مرکز څخه په پټه وتلي دي.

د کابل حکومت ددفاع وزارت چارواکي که څه هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي؛ خو یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي، چې امریکايي او د سي آی اې ځانګړي ځواکونه وړمه شپه ناوخته د شش درک له نظامي مرکز څخه په داسې مهال وتلي چې افغان چارواکو ته یې په دې اړه هیڅ معلومات نه وو ورکړي.

شش درک چې د کابل ښار زرغونه سیمې او د ارګ په څو کیلومترۍ کې موقعیت لري د امریکايي اشغال پرمهال د ګڼو امریکايي او نورو بهرنیو هېوادونو پوځي او استخباراتي مرکزونو ترڅنګ د کابل حکومت د لوړ پوړو چارواکو کورونه او استخباراتي دفترونه په کې فعال وو.

دا مهال د افغانستان په کچه د سي آی اې ترټولو ستر مرکز هم دلته فعال ؤ، چې له دې ځای څخه یې د مرکزي آسیا او شاوخوا هېوادونو څارنه هم د جاسوسي الوتکو او وړو سپوږمکیو له لارې کوله.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکایي ځواکونه د شپې په تیاره کې او د کابل حکومت له خبرولو پرته او پټه خپل یو لوی پوځي او استخباراتي مرکز تخلیه کوي، بلکې تردې وړاندې د بګرام، مزارشریف، هرات او کندهار هوايي اډو څخه هم امریکايي او بهرني ځواکونه د شپې په تیاره کې د کابل حکومت له خبرولو پرته تللي وو، چې دا کار د کابل حکومت او امریکايي چارواکو ترمنځ د بې باورۍ د اوج ښکارندويي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x