افغانستان

هرات ښار په لومړي ځل له ځمکې او هوا څخه کلابند شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ زمري، ۱۴۰۰ل): د څو ورځو پرلپسې او شدیدو نښتو پایله کې طالبانو نن د جمعې په ورځ د هرات کرُخ او ګذرې ولسوالیو له نیولو وروسته عملا د هرات ښار له ځمکې او هوا څخه کلابند کړی دی.

د کرُخ ولسوالي چې څو ورځې وړاندې دولتي ځواکونو له طالبانو څخه نیولې وه او له هغه وخته تر اوسه کلابنده وه، نن د جمعې په ماسپښین د طالبانو لخوا بیا ونیول شوه، ورپسې د هرات مرکز ته څېرمه د ګذرې ولسوالي هم د طالبانو لاسته ولوېده، چې له دې هرات ښار له څلور اړخونو څخه کلابند شو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، چې د کرُخ او ګذرې ولسوالیو په عملیاتو کې یې له دولتي عسکرو څخه ګڼې وسلې او مهمات هم نیولي دي.

له بل پلوه امنیتي سرچینې وايي، چې په هرات ښار د طالبانو د بریدونو سره همهاله نن د دوهمې ورځې لپاره د هرات د خواجه عبدالله انصاري د نړیوال هوايي ډګر ټولې الوتنې لغوه شوي او هرات ښار د ځمکنۍ کلابندۍ ترڅنګ په لومړي ځل له هوا څخه هم کلابند شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تیرې یوې میاشتې په جریان کې د هرات له مرکز او انجیل ولسوالۍ پرته ددې ولایت ټولې ولسوالۍ او سوداګریز بندرونه نیولي او دا مهال د هرات ښار په اطرافو کې په وقفه ییز توګه نښتې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

ښه پرمختګ دی. اوس نو باید د ولایتي مرکزونو هوایي ډګرونه او قول اردوګاني تر اور لاندي ونیول سي. دلته د سیارو لیري واټن ویشتونکو درنو وسلو ته اړتیا سته. که چیري هوایي ډګرونه تر اور لاندي ونیول سي نو د کابل ادارې د بمبار ظرفیت به محدود سي. که سیاري، یوځل مصرفه لیري واټن وسلې خریداري سي نو د کابل د مضافاتو څخه د ارګ او وزارتونو په نښه کول شاید جګړې ته مطلق د پای ټکی کښیږدي او په هیواد کي سرتاسري صلحي ارمان تامین سي.

یو بل مه سره وژنی

بدبختانو چی کلابند سو خو زور یی تر اولس خیژی. #

طوطی

دوی ## مؤظف همدی ته دی چی ولس ختم کړی. امریکایان بمبارد پری کوی هغوی ته چپه خوله دی. هرات د ځمکی او هوا نه کلابند شو تره یی کړی ##خلک ټول بی وزله، مریضان، ضعیفه او سپینږیری د ولس دوی څه پروا لری. تر اوس چا د هلمندی ښځدی پړونی (څادر) نوه لیدلی خو د همدغو طالبانو له وجی نن سبا هلمندی خوندی او مندی د کابل په سړکونو کی ګدایی کوی. نور به څه نه وایم.

طوطی

یعنی هغه کار چی تر اوس نه روس او نه امریکا کړی وه طالبانو وکړ. ولس یی محاصره کړی آفرین پدی جهاد. همدا نن امریکایانو په هرات کی بمباری کړی هوایی کلابندی څه ته وایی؟ سوال دادی چی طالبان ولی چپ دی د امریکایانو پر بمباری دوی صرف د افغانانو د وژلو لپاره تربیه شوی او بس. دومره سر ټیټی دی امریکانو ته چی د هغوی پر بمباری څه نشی ویلی ولی د ولس د وژلو لپاره یی مدرسی بندی کړی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x