افغانستان

دولتي الوتکو بدخشان کې د یاوان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ بمونه غورځولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمري، ۱۴۰۰ل): دولتي الوتکو د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ درنه بمباري کړې، چې له امله یې د قومندانۍ تعمیر ویجاړ شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې خبر په تایید سره ویلي، چې دا پېښه پرون مازدیګر رامنځته شوې ده.

مجاهد دغه راز ویلي، چې دولتي الوتکو په دې وروستیو کې د ګڼو هغو ولسوالیو مرکزونه او غټې پوځې قرارګاوې بمبار او ویجاړې کړي چې طالبانو د کابل حکومت له عسکرو څخه نیولې وې.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو برخو کې له دوه سوه څخه زیاتې ولسوالۍ نیولي چې کابل حکومت یې د بیرته نیولو لپاره د عملیاتو تابیا کوي او په ځینو مواردو کې بیا په دغو ولسوالیو«ړندې» بمبارۍ کوي، د کومو زیان چې یوازې عامه تأسیساتو او ملکي خلکو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي الوتکو څو ورځې وړاندې د بدخشان ولایت شهداء ولسوالۍ بازار او د پوهنې ریاست هم بمبار کړي وو، چې له امله یې د مالي زیان ترڅنګ لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x