شعـــــرونه

زموږ ارمان څه پېژنې- نظام کندهاری

ته چي مين نه يې نو جانان څه پېژنې
عشق څه پېژنې وصال هجران څه پېژنې

ته چي محبت کي سرښندنه بغاوت بولې
شيخه رياکاره ته ايمان څه پېژنې

کار دي نشته زاغه د سرو ګلو له ګلشن سره
ته ګلاب نرګس سنبل ريحان څه پېژنې

تا خوړلي نه دی پر زړګي د جدايۍ غشی
درد څه پېژنې ته يې درمان څه پېژنې

ستا د سترګو داغ دی هغه دنګ لکه چنار زلمی
ته زمونږ د هيلو ترجمان څه پېژني

مونږ ورته ځاريږو لوګی کيږو يو ديدن ته يې
ته زمونږ آرزو زمونږ ارمان څه پېژنې

ته چي خبر نه يې د نظام د دردمن زړه په حال
ته يې لوند په سرو اوښکو ګرېوان څه پېژنې

نظام کندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدالله صابر

ماشاالله نظام کندهاری صیب ! ډیر زبردست الله تعالی دی په عمر کی برکت واچوه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x