افغانستان

د کابل ـ جلال آباد پر لویې لارې ترافیکي پېښو کې ۲۰ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل ـ جلال آباد پر لویې لارې د ترافیکي پېښو له کبله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، لومړۍ پېښه تیره شپه د کابل ـ جلال آباد پر لویې د قرغیو ولسوالۍ اړوند نارنج باغ سیمه کې د یو کاسټر او سراچه موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

په یوه جلا پېښه کې نن سهار د کابل ـ جلال آباد پر لویې لارې د قرغیو ولسوالۍ په عزیزخان کڅ سیمه کې یو ټوډي او دوه سراچه موټرونو ټکر کړی دی.

 د لغمان د والي ویاند وايي، په دغه پېښه کې له درې واړو موټرونو څخه ۱۲ تنه مړه شوي او ۸ نور ټپیان دي.

نوموړي ددغو دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده؛ خو داچې موټر چلوونکو ته هم په دغو پېښو کې زیان اووښتی او که څرنګه؟ په اړه یې اسدالله دولتزي څه ویلي نه دي.

په افغانستان کې له جګړې وروسته ترافیکي پېښې هغه څه دي چې هر کال زرګونو افغانانو ته د مرګ ژوبلې اووښتو سبب کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x