افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا: د افغانستان د جګړې ښکېل اړخونه دې بیرته مذاکراتو ته را وګرځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمري، ۱۴۰۰ل): د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار وایي، په افغانستان کې د ثبات او سولې د تامین په موخه دې سیمه ییز لوبغاړي د جګړې ښکېل اړخونه د مذاکراتو دوام ته وهڅوي.

جېک سلېوان په هرات کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» پر سیمه ییز دفتر د برید د ادعاوو په تړاو خپره کړې اعلامیه کې یاد برید غندلی او ټینګار یې کړی، چې یوناما په افغانستان کې ملکي ماموریت مخته وړي او په دې هیواد کې د سولې د تامین لپاره کار کوي.

ده وړاندې په په افغانستان کې د جګړې اوسنۍ لوړه کچه غندلې او ټینګار یې کړی، چې د جګړې کچه باید راټيته کړل شي.

د سلېوان په خبره، سیمه ییز مهم هیوادونه دې د افغانستان د جګړې ښکېل اړخونه په مذاکراتو کې له ځنډ کولو را وګرځوي او هغوی دې د خبرو دوام ته وهڅوي، تر څو په افغانستان کې یوه دوامداره او باثباته سوله تامین شي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او طالبان له نظامي پلوه تر بل هر وخت په ځواکمن حالت کې دي.

طالبان په تېرو څو میاشتو کې توانېدلي چې د نږدې دوه سوه ولسوالیو پر مرکزونو ولکه ټینګه کړي او حکومتي‌ ځواکونه له یادو شویو ولسوالیو وباسي.

تېره ورځ طالبان وتوانېدل، چې د هرات ولایت ګذره ولسوالۍ ونیسي او ددې تر څنګ د هرات د ولایت مقام او هوایي ډګر تر منځ پر غځېدلې لاره خپله ولکه ټینګه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یو بل مه سره وژنی

داسی رذیل خلگ دی. یعنی جنگ هم کوی ولی خبرو ته ادامه ورکری. دوی خپل دیدن کوی موژ لکه ## سره خورو. وطن یو، دین یو، گتی یو، درد یو بیاهم سره وژنی؟ کافر خپل دیدن کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x