افغانستان

هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د لومړۍ لوا قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمري، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت مرکز شاوخوا سیمو کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د نښتو پایله کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د لومړۍ لوا د قومندان ډګروال عبدالحمید د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د نوموړي وژلو ته په اشارې سره د کابل حکومت په نورو عسکرو او افسرانو باندې غږ کړی چې لاهم د خپلو ځانونو د ژغورولو لپاره وخت لري او د وسلې په غورځولو سره د ژوندي پاتې کېدو وروستي چانس څخه باید ګټه پورته کړي.

نوموړي په یو ټویټ کې داسې لیکلي: «په سیمه کې د دښمن نور افسران او عسکر لاهم فرصت لري، چې وسله په ځمکه کیږدي او د ژوند وروستی چانس و نه بایلي.»

د هرات ولایت یوې امنیتي سرچینې هم د ډګروال عبدالحمید د وژلو خبر تایید کړی او زیاتوي چې له نوموړي سره د هغه څلور ساتونکي هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تیرو دوه ورځو راهیسې هرات ښار له ځمکې او هوا څخه کلابند کړی او دا مهال د ښار په اطرافو کې سختې نښتې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یو بل مه سره وژنی

کافر د B_52 بمباری در باندی کوی خو تاسو سترگی مری نیولی. خپل مسلمانان سره وژنی چی پوشتنه وکی چی ولی؟ در ته وایی دا دکفارو حامیان دی؟ وه ##ه کافر خو تاسو په دا کال کی یو دانه ندی وژلی. خدای پاک ته سه جواب وایاست؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x