افغانستان

د هرات مشرانو له اسماعیل خان نه غوښتي چې د طالبانو پرضد جګړه بنده کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمري، ۱۴۰۰ل): د هرات ښار د مخورو او دیني عالمانو سترې مجمع له پخواني جهادي قومندان محمداسماعیل خان او د هرات له والي جنرال عبدالصبور قانع څخه غوښتنه کړې چې په ښار کې د ویجاړۍ څخه د مخنیوي په خاطر باید طالبانو سره له جګړې لاس واخلي او سولې ته غاړه کیږدي.

دا څرګندونې پرون د جمعې د لمانځه نه مخکې د هرات ښار په عیدګاه ستر دیني عالم او روحاني شخصیت مولوي مجیب الرحمن انصاري د زرګونو خلکو یوې سترې غونډې ته کړې دي.

مولوي مجیب الرحمن انصاري
مولوي مجیب الرحمن انصاري

نوموړي د یو شمېر هغو کسانو خبرو ته په غبرګون کې چې وايي، د هرات دیني عالمان او قومي مشران د روان وضعیت په اړه خاموش او له ښار څخه د جګړې په لرې کولو کې هیڅ اقدام نه کوي وویل، چې د هرات د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د پوهنتون د استادانو په شمول له سلو د زیاتو کسانو هیئت په اول ګام کې د «اسلامي امارت» مسئولینو ته ورغلی او له هغوی یې غوښتنه کړې وه چې د ملکي تلفاتو او عامه تأسیساتو د ویجاړي څخه د مخنیوي په خاطر باید په ښار کې جګړه ونه وکړي.

مولوي انصاري وايي، چې د «اسلامي امارت» مسئولینو مونږ ته داسې وویل:«د هرات ښار عالمان او قومي مشران زمونږ استازي دي، چې هره پرېکړه وکړي، منلو ته یې تیار یو.»

نوموړی زیاتوي په تیرو لسو ورځو کې همدغه کمیټه د هرات پخواني جهادي شخصیت «امیر» اسماعیل خان او په هرات کې د «فاسد» او «شړېدلي» رژیم والي ته ورغلې او ورڅخه یې غوښتنه کړې چې د الله په خاطر د طالبانو پرضد پورته کړې وسله په ځمکه کیږدي، اوربند او سولې ته لاره هواره کړي او د هرات ښار کوڅې په وینو ونه لړي؛ خو هغوی دواړو ورته ځواب کې ویلي چې مونږ ته وخت راکړئ ترڅو له مرکز څخه هدایت واخلو.

مولوي انصاري د خپلو خبرو په دوام ویلي، چې د څو ورځو په تیرېدو لاهم د اسماعیل خان او د هرات د والي جواب نه دی ورکړی، چې دده په خبره د مرکز کابل چارواکو به خامخا له خپلو «بادارانو» پوښتنه کړې وي او هغوی به د سولې پرځای د جګړې او وینې تویېدنې قومانده ورکړې وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره شپه د یو پیغام له لارې د هرات ښاریانو ته د هغوی د سر او مال د خونديتوب ډاډ ورکولو ترڅنګ د کابل حکومت له عسکرو او چارواکو غوښتنه کړې وه، چې خپل ځانونه تسلیم کړي او په ښار کې د لازیات ویجاړي څخه مخنیوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي زاده

تقريباً کټ مټ يا دغو ته ورته خبري او غوښتنه د دارالقرار، اشرف البلاد، لوی احمدشاهي ښار کندهار محترمو عالمانو، مخورو او ملي سوداګرو هم په کندهار کي د طالبانو والي او د حکومت والي ته کړي وې، خو د طالبانو والي منلي وې، اما د حکومت والي او نورو د کابل د واکمنو په اشاره نه وې منلي او نټه يې ځني کړې وه. اوس هم که نن ټکی اسيا يانوري ناپېيلي رسنۍ په دې اړه د کندهار د عالمانو او مخورو سره مرکې وکړي، د کندهار د ښار د خلکو خوښه به ښه معلومه سي چي څه او… نور لوستل »

طوطی

دا دی طالبانو وویل شی چی جګړه پر ښارونو بنده کړی. ټولو د طالب مشرانو هغه ویډیو ولیده چی مسکو کی یی وویل چی طالبان به په ښارونو حمله نکوی. ولی اوس ګورو چی طالبان بغییر له فریب او دروغ ویل یی نور څه له پنجابیانو ندی زده کړی. تاسی او خدای چی تاسی به دا ویډیو نوی لیدلی چی طالبان وایی مونږه په شمول د کابل په لویو ښارونو حملی نکوو؟

محمد نعیم

په کار ده چي د افغانستان د ټولو ښارونو ولسي مخورین ورته اقدام وکړي. بالخصوص د کابل ښار مخورین. د کابل رژیم دا ۲۰ کلن د حکومتوالي نظام د ناکامي ثبوت دا دی چي ۱۵ کاله شاوخوا داسي کس ولس مشر وو چي د طالبانو سره د جګړې مخالف وو، د ولس د زوروني او وژني سره مخالف وو، د اداري فساد او نارواوو سره مخالف وو خو د سږمو لاندي د ده لخوا ټاکل سوو وزیرانو، والیانو، ريسانو، ولسوالانو دا هر څه کول. ده یې د مخنیوي توان نه لاره. دا تیر څو کاله چي داسي شخص ولسمشر سو… نور لوستل »

ګل احمد

اصل د ازمایښت وخت اوس راورسیدی چي په رمه کي به د پوسه په پوست کي لیوان وپیژندل سي. د هر ښار مخورینو اکثریت نظر اوس څرګندیږي. ټول هغه مخورین چي د اوسني رژیم د بقاء ملاتړي دي، اصلاً دوئ هغه خلګ دي چي بهرني ځواکونو ته به یې د وژلو لپاره افغانان او د هغوئ کورونه ورښودل. ملت باید نور د ملي غدارانو پر ضد بې تفاوته پاته نه سي

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x