روغتیا

چین کې له ووهان وروسته د کرونا تر ټولو سخته څپه خپره شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۰ل): د چین په پنځو ولایتونو کې له ووهان وروسته د کرونا ویروس تر ټولو سخته څپه خپره شوې چې دولتي رسنۍ دا په وروستیو کې د پراخه انتان په توګه تشریح کوي.

چینایي چارواکي په دې باوري دي چې په هېواد کې یې د ډیلټا بڼې کرونا ناروغي د پنځو ولایتونو ۱۵ ښارونو ته خپره شوې او شاوخوا ۲۰۰ کسان پرې اخته شوي دي. د کرونا ډیلټا بڼه تر نورو چټک خپریدونکې ده.

دا په داسې حال کې چې د جولای په ۲۰مه د نانجینګ ښار په هوایي ډګر کې د پاکوالي کارمندانو ترمنځ د ورځني معایناتو پرمهال مثبتې پېښې وموندل شوې.

ځايي رسنۍ د دې څپې چټک خپرېدل د ووهان په پرتله سخت بولي چې لومړی ځل په کې کرونا وېروس خپور شوی و او له همدې ځایه نورې نړۍ ته ورسېده.

د ګلوبل ټایمز خبري رسنۍ په وینا، د نانجینګ هوایي ډګر څخه به ټولې الوتنې د اګست تر ۱۱مې نیټې پورې وځنډول شي.

بل لوري ته چینایي رسنیو راپور ورکړی چې د ۹.۳ ملیونه نفوس لرونکی ښار نانجینګ ټول خلک قرنطین شوي او ژر تر ژره به یې د کرونا معاینات وشي.

د چین هوبای ایالت ووهان ښار کې د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښې ثبت شوې، چې د سختو بندیزونو سربېره نږدې ټولې نړۍ ته ورسېدې، چې تر دې دمه ۱۹۷ ملیونه کسان پرې اخته او ۴.۲ ملیونه کسان یې وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x