
د هند له ګواښ وروسته، بهرني لوبغاړو کشمیر لیګ کې د نه لوبېدو پریکړه کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۰ل): د هند کرکټ بورډ هغه بهرني لوبغاړو ته ګواښ کړی چې په کشمیر سوداګریز کرکټ لیګ KPL کې یې د لوبېدو پریکړه کړې وه.
د هند په دغه ګواښ سره نږدې ټولو بهرني لوبغاړو په دغه لیګ کې د لوبېدو پریکړه ځنډولې، خو د سریلانکا پخواني لوبغاړي تیلکارتنې دیلشان د خبرداریو سربېره د لیګ لوبېدو اعلان کړی.
پاکستاني رسنۍ د باخبره سرچینو له قوله وایي، ګڼ شمېر بهرني لوبغاړو په کشمیر پریمیئر لیګ کې له شرط پرته د ګډون پریکړه کړې وه خو د هند کرکټ بورډ له ګواښونو وروسته له دغه لیګ څخه وتلې دي.
دوی زیاتوي چې د هند کرکټ بورډ هغه لوبغاړو ته چې په کشمیر لیګ کې ګډون کې په هند غوره لیګ IPL کې د نه پریښودو ګواښ کړی دی.
رسنۍ زیاتوي، هند نه غواړي بهرني لوبغاړي د هغو پنځو کشمیري لوبغاړو سره یوځای پاتې شي چې په دغه لیګ کې برخه اخلي.
د سویلي افریقا پخواني نامتو لوبغاړي هارشل ګیبز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د هند کرکټ بورډ غواړي په کشمیر لیګ کې زما د لوبېدو مخه ونیسي.
د کشمیر پریمیئر لیګ شل اوریزې لوبې چې د پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په ګډه همکارۍ چمتو شوی، د اګست میاشتې له ۶مې تر ۱۷مې نیټې د کشمیر په مظفر اباد ښا کې ترسره کیږي.
په دغه لیګ کې یوازې ۵ کشمیري لوبغاړي، یو بهرنی او پاتې ټول پاکستاني لوبغاړي ګډون کوي، په دې کې شپږ لوبډلې ګډون کوي چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
میرپور رایلز، باغ سټالینز، اوور سیز وریئرز، مظفر اباد ټایګرز، راولاکوټ هاوکز او کوټلي لاینز لوبډلې دي.
د کشمیر پریمیئر لیګ مشر عارف ملک وایي «په هندي رسنیو کې د یاد لیګ په اړه منفي خبرونه خپریږي، موږ له لومړۍ ورځې په ډاګه کړې چې کومه سیاسي اجنډا نه لرو، خو ممکن په لیګ کې د پنځه کشمیري لوبغاړو ګډون هند لپاره ستونزه وي».
د پاکستان او هند ترمنځ اوږده او نه حل کېدونکې شخړه د کشمیر پر سر ده چې پر یوه سیمه پاکستان او په بله هند قابض دی، خو دواړه خواوې ادعا کوي چې کشمیر په بشپړ ډول ددوی خاوره ده.