افغانستان

هلمند: حکومت لښکرګاه کې روغتون بمبار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمري، ۱۴۰۰ل): حکومتي‌ الوتکو د هلمند ولایت‌ په مرکز «لښکرګاه» ښار کې د «اریانا» په نوم یو روغتون باندې هوایي برید کړی، چې له امله یې د روغتون دننه اورلګېدنه رامنځته شوې او ډیرې برخې یې تخریب شوې دي.

دغه روغتون چې ویل کېږي، د لښکرګاه ښار په کچه تر ټولو مجهز او په وسایلو سمبال خصوصي روغتون و، د لښکرګاه ښار اړوند «بيټون» نومي‌ سیمه کې یې موقیعت درلود، چې نن سهار یې د هوایي برید له امله زیاته برخه ویجاړه شوه.

طالبانو د حکومت یاد شوی برید «وحشت» نومولي او حکومت یې تورن کړی، چې د عامه او ملکي تاسیساتو د ویجاړولو لړۍ یې روانه کړې.

حکومتي مسئولینو که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ‌ د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ امنیه قومنداني هم د حکومتي الوتکو د برید له امله ویجاړه شوې وه.

دغه بریدونه وروسته له هغه دي، چې تېره ورځ‌ طالبانو د لښکر ګاه ښار اړوند ځیني برخې له حکومتي ځواکونو ونیولې او د یاد ښار هوايي ډګر ته نږدې یې یوه جنګي چورلکه را نسکوره کړه.

Image

Image

Image

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یو بل مه سره وژنی

ولی یی بمبار کر؟ هلته سوک وه ناروغان؟ داکتران؟ که طالبان؟ تاسو د خلگو د کورو خخه مرچل جوروی هعوی یی بمباروی.

تور سپین

دوى به يى خود بمباروى. دا د دوى د پلار شل کاله لاسته راواړنى دى. کله چه طالبان حکومت جوړ کړى بايد يو خرابه درپدره ملک وى. ملېونونه کنډى، يتمان، معيوبه انسانان شاته پريږدى.

محمد صالح

په جنوبي سیمو کي د کابل اداره د ښاري خدماتو د مرکزونو بمبارولو ته تشه پلمه غواړي. د دې سیمو په اړه خو ۲۰ کاله وړاندي لا د شمالي ټلوالي د رهبرانو دا تکیه کلام مشهور وو چي آنها کلګي طالب است. بکشیش. د جنوبي افغانستان په ښاري مناطقو کي د طالبانو پرمختګ د کابل پر اداره چنداني فشار هم نه واردوي. که طالبان غواړي چي د کابل پر اداره فشار زیات کړي نو باید په شمالي او مرکزي افغانستان کي خپل پرمختګونه زیات کړي او پر هغه ښارونو جنګ زیات کړي چي د پخوانیو کمونیسټانو او ټلوالي ملاتړي پکښي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x