روغتیا

د امکاناتو کموالي سربېره، په دولتي روغتونونو کې د کرونا ناروغانو د درملنې لګښت د خصوصي هغو په پرتله لوړ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۰ل): د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د خصوصي روغتونونو امکانات او تجهیزات د دولتي روغتونونو په پرتله خورا ډیر دي، خو په دولتي روغتونونو کې د کرونا ناروغانو د درملنې لګښت له خصوصي هغو څخه دوه چنده لوړ دی.

د پژواک خبري اژانس په دې اړه څیړنې ترسره کړي او په دولتي او خصوصي روغتونونو کې له چارواکو سره غږیدلي دي.

د پژواک موندنې ښيي، د کرونا هر ناروغ چې په محمد علي جناح دولتي روغتون کې بستریږي پرته له اکسیجنه یې د ورځې یوازې د پنځه تر لس زرو افغانیو لګښت کیږي.

د راپور په وینا، د یاد روغتون رئيس ډاکټر عید ولي منصور ویلي، یو عادې ناروغ چې یوازې بستر او اکسیجن ته اړتیا لري تر یوې اونۍ په کمه موده کې رخصتیږي، متوسط ډوله ناروغ له یوې تر دوو اونیو او شدید ناروغ له ۱۵ تر یوې میاشتې بسترېدو ته اړتیا لري، دغه مهال ناروغ اړ دی ټول لګښت په خپله پوره کړي.

راپور زیاتوي، د کرونا د خفیفو نښو ناروغ په یوه شپه او ورځ کې ۲ تر ۳ ډبو اکسیجن، د متوسطو نښو لرونکو لپاره ۵ تر ۷ او د شدیدو نښو لرونکو لپاره په همدې موده کې تر ۱۲ ډبو اکسیجن اړتیا لري. د کابل په بازارونو کې په عادي ډول د هرې ډبې اکسیجن بیه له ۴۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو ده، چې د نشتون پرمهال دغه بیه لوړه شوې هم ده.

په دولتي روغتون کې که یو ناروغ چې د کرونا متوسطې نښې ولري او د بېلګې په ډول لس ورځې بستر شي او د ورځې شپږ بالونه اکسېجن مصرف کړي، د یوه ناروغ د اکسېجن او درملو منځنی لګښت د ورځې ۱۱ زره ۷۰۰  افغانۍ کېږي چې د لسمې ورځې په پای ته رسېدو سره یې ټول لګښت  ۱۱۷ زره افغانۍ کېږي.

دغه راز د خصوصي روغتونونو څخه د څیړنو په پای کې ویل کیږي، چې د کرونا ناروغ معایناتو بیه له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانیو ده، د یوه بستر ۲۴ ساعته بیه ۱۵۰۰ افغانۍ کیږي، چې روغتون ته د ناروغ له ورتلو تېر بېره رغېدو د هغه ټول لګښت له ۱۵ زره تر ۲۰ زره افغانیو کیږي.

راپور زیاتوي چې د ناروغ لګښت د هغه روغتیایي وضعت پورې هم تړاو لري، هر ناروغ چې تر ۱۵ ورځو بستر وي شاوخوا ۴۰ زره افغانۍ لګښت ورکوي، دغه راز د متوسطو نښو ناروغ د ورځې ۶۲۰۰ افغانۍ لګښت لري چې تر لسو ورځو تېرولو وروسته ۶۲ زره افغانۍ لګښت ورکوي، خو هغه خفیف ناروغان چې له ۵ ورځو وروسته تللي یوازې ۱۰ زره افغانۍ لګښت یې ورکړی دی.

د کرونا په تړاو د افغانستان دولت سره د امریکا، نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک او نورو سرچینو ۱۴ ملیارده افغانۍ مرسته کړې ده، خو پر ناروغانو مصرف شوي شمیرې تر هغې ډیرې کمې دي چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د کرونا ناروغانو درملنې ته په پام کې نېول کیږي.

یوازې په محمد علي جناح روغتون کې تر دې دمه د کرونا ۵۰۰ ناروغان بستر شوي، خو د بشپړ اکسیجن او تجهیزاتو د نه شتون له کبله له یادو شمېرو څخه یې ۲۰۰ مړه شوي او پاتې ۳۰۰ بېرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x