نظــر

د خاشه ځوان ګناه؛ ټوکماري که ټوپکماري؟!

میوند سادات

نظر محمد مشهور په خاشه ځوان د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د رمباسي د کلي اوسیدونکی و، نوموړی له تېرو شلو کلونو راهیسې په کندهار ښار او مختلفو ولسوالیو کې د پولیسو او اربکیانو د قوماندان په توګه پاته شوی، خاشه ځوان به خواله رسینو کې د اربکیانو ترمنځ را ښکاریده، آن ځینې وختونه به ټوپک هم ورسره و او له طالبانو سره د جګړې او مخامخیدو خبرې به یې کولې.

څو ورځې مخکې د خاشه ځوان مړي وموندل شو او وروسته بیا په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې خاشه په یو موټر کې ناست وي او  په څنګ کې ورسره ناست کس یې پر مخ په چپلاخو وهي. د دې ویډیو له خپریدو سره د طالبانو پر ضد د پروپاګند یو اشر رامنځته شو، په دې اشر کې افغانستان کې د امریکا له سفیر راس ویلسن څخه نیولې د ارګ تر مرستیالانو، فرهنګ وزارت او بي بي سي پورې ټولو لویو او کوچنیو طالب ضد کړیو خورا غوښنه برخه واخیسته او د خاشه ځوان مرګ یې دافغانستان و فرهنګ، هنر او کومیډې ته نه جبرانیدونکې ضربه وبلله!!

ارګ له هنرمندانو، فرهنګپالو او طنز مینه والو غوښتي چې د خاشه وژنه وغندي او احتجاجونه وکړي، ځینو ناخبرو د ار ګ په امر لیکلي چې د خاشه پر مخ چپېړه د ټول ولس پر مخ څپېړه ده، خاشه یې په کومه ګناه وواژه، د بشري حقونو ټولنې چېرې دي او عدالت چیرې دی!!.

خاشه ځوان؛ ټوکمار که ښکنځلمار

بي بي سي خاشه ځوان د کندهار یوځایې ټوکمار بللی، نه پوهیږو چې بي بي سي د کندهار وغني هنر او فرهنګ ته ولې په دومره سپکه سترګه ګوري،د خاشه ځوان ټولې ټوکې(؟) له سره تر پایه له پوچ وپاش څخه ډکې دي، په هیڅ یوه ویډیو کې یې نه طنز شته نه هنر او دا بیا بېله خبره ده چې د جمهوریت په قاموس کې ښکنځل هم هنر او فرهنګ بلل کیږي، له څو چرسیانو او کوڅه ډبو پرته د خاشه د کومیډیانو(؟) په لیدلو او اوریدلو کندهاریان شرمیږي. بي بي سي باید له کندهاریانو بخښنه وغواړي چې یو چرسي ښکنځلمار ته یې د محلي مسخراچي نوم ورکړی.

د طالب ضد کړیو  ملتپالنه اوانسانپالنه

د طالبانو مخالفین عموما د انسانیت او افغانیت نارې وهي، په هره خبره کې که له موضوع سره څه تړاو لري یانه، خو د افغانیت او انسانیت له مصطلحاتو څخه په استفاده خپله درنه او دبل سپکه بیانوي. که واقعیت ته ځیر شو او د طالبانو د مخالفینو کړنې وارزوو، نو دې پایلې ته رسیږو چې د طالبانو زیاتره مخالفین نه پر انسانیت باور لري او نه هم افغانیت ته ژمن دي، د دې ادعاء د ثبوت لپاره یوازي کندهار او همدلته د جنرال رازق کړنې بسنه کوي.

د کندهار ښار په هره ناحیه کې د جنرال رازق وسله والو سلګونه ملکي وګړي د طالب په نامه له خپلو کورنو او دوکانونو وړي، وروسته د ځینو جسدونه په رېګونو او دښتونو کې پیداشوي او ځینې کورنۍ کلونه وروسته هم د خپلو تري تم شوو غړو له ژوند او مرګه خبر نه دي، کندهار کې د پولیسو د وحشتونو مختلفې ویډیوګانې وخت په وخت خپرې شوې او خلکو د خپلو ورکو شوو قریبانو په اړه ناستې او تر کابله منډې ترړې هم ترسره کړې، خو متاسفانه نه د امریکا او اروپا کوم سفارت د مظلومو کندهاریانو فریادونو ته غوږ ونیو او نه هم همدې رسنیو، مدني فعالانو او د افغانیت ټېکه دارانو چې د خاشه په مرګ ساندې وایې، د زرګونو لا درکه شوو او بې محاکمې شهیدو شوو کندهاریانو په اړه یو خبر او یا یو پوسټ  خپور کړ.

ابله ورځ چې د ډیموکراسۍ عسکرو یو زخمي طالب په ټانګ پسې کشاوه، په زابل کې یې یو شپونکی غلبیل غلبیل کړ، په پنجوایې کې یو کس په رینجر پورې تړلی و، په پاخه سړک یې کشاوه، د لېوانو غوندې یې خولې په لګولې، د شهیدانو جسدونه یې په تبرونو وهل او تېر شل کاله چې د جمهوریت د ټوپکیانو له خوا تر حساب تېر جنایتونه او وحشتونه ترسره شول، همدغه د افغانیت او انسانیت ډنډورچیان د څه شي په خیالونو کې غرق وو، ولې خاموش وو. بي بي سي چې ځان د بې طرفه ژورنالیزم یوه بېلګه ګڼې د پورته ذکر شوو پیښو په اړه ولې کوم رپوټ چمتو نه کړ؟ دې ته وایې انسانیت او بې طرفه ژورنالیزم!!

د خاشه د وحشت بېلګه

د خاشه د وحشت او ظلم یوه بېلګه داده چې څه موده وړاندې یې د شاه ولي کوټ او ارغنداب تر منځ د سربند په سیمه کې یو ځوان دطالب په تور ونیو، شهید یې کړ، په ټانګ پسې یې کش کړ او بیا خاشه په خپله د همدې شهید په خوله کې کاڼي ورتخته کړل، دخاشه په دغه وحشت د سیمې خلک خبر دي. ایا خاشه دبې شمېره ترسره کړو ظلمونو له جملې یوازي په دغه یوه بېلګه سره هم د وژلو لایق نه دی؟ خاشه ته کمپاین کوونکي پښتو ویونکي که اسلامي شریعت نه مني ایاپه  غرب کې چې دوی د ځان لپاره قبله او الګو ګرځولی د یو بې ګناه کس وژل، په ټانګ پسې کشول او پس له مرګه یې توهینول له وژلو پرته بله سزا لري؟

خاشه په کومه ګناه وووژل شو

خاشه که کامیډن و یا ښکنځلمار،په دې یوه عمل هم نه دی وژل شوی، خاشه لکه مخکې چې هم یادونه شوه، د کندهار په بدنامه پولیسو کې یو غل، بدکاره او قاتل توپکی و، د کندهار په ښار او شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یې ډير جنایتونه او وحشتونه ترسره کړي وو او بالاخره دهمدې ترسره کړو جرمونو په سزا ورسید.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

نن به وې صبا به نه وې انقلاب ده ..! د پوهنیون درنو لیکوالانو او مشرانو ته ! السلام علیکم ورحمة الله څیښتن مو څاري هره ګړۍ مو د امتحان او ابتلا ده موږ باید خپل قدمونه وشمیرو ترمنځ یې فاصله مراعت کړو دګړنګ په وړاندي غټ په سمه ووړ قدم واخلو مسیر جاري وساتو مزل ټکنی نکړو. موږ د دریمې امپراطورۍ په وړاندي خپل دنګ ، تنه ور او شاخ داره چنارونه ړنګ کړو چې د طبعي ښکلا ترڅنګ د بلا ډیرو معصومو چڼ چڼو ځالګۍ ورسره ړنګی او محصور کن مترنم ږغونه ورسره خاموش شول واړه واړه بچې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x