نظــر

له بندیانو سره د چلند د دوو پیښو پرتله

نوراني عزام ــ له بادغیس څخه

له نن څخه پوره ۱۲ کاله وړاندي د ناټو تر مشری لاندي د امریکایې ځواکونو او داخیلي اجیرانو په یوه ګډه شپنۍ چاپه کې د کندهار ښار اړوند دوراهي سیمه کې په داسي حال کې ونیول شوم چې په خواږه خوب ویده وم، امریکایي پوځي مې په سر پښه را ولګول او له خوبه یې راویښ کړم. بیا یې په لوړ اواز  راته وویل چې د تیښتي هڅه ونکړې او په ارامه سره له موږ سره روان شه، که دې د تیښتي هڅه وکړه له سخت غبرګون سره به مخامخ شې.

لومړی یې لاسونه او سترګي راوتړلې او بیا یې د وهلو اشر راباندي پیل کړ، پرته له دې چې د کومي خبري او یا موضوع په اړه پوښتنه راڅخه وکړي د سوکانو او لغتو باران یې راباندي جوړ کړ.

د ډیرو وهلو له امله یې بیهوښه کړم او همداسي یې بیهوښه تر میلمستون را وایستلم او د کور منځته د کور د اوسېدو د خونو مخته د دېواله تر شا یې وغورځولم، د ښځو او ماشومانو زړه لړزونکي کړیکي او ساندي مې لکه خوبوړی تر غوږونو کېدې خو د ډیرو وهلو له امله مي حواس لا اوس هم مرسته نه راسره کول.

یوه شیبه همداسي بیهوښه پروت وم  وروسته  لږ مې حواس بیرته په ځای شول او پوه شوم چې د ژوند تر ټولو دردونکی داستان مې پیل شو.

کله چې مې له ځمکي سر راپورته کړ له ډېره درد او غم مې بیا په زړه د بیهوښی څپه راغله خو بیا مې ژر ځان را کابو کړ او له ولاړ امریکایې عسکر څخه مې وپوښتل: داڅه پیښه ده؟ ستاسي له چاسره کار دی؟ او که مو زه مطلب یم ولي مو دا ښځي او ماشومان له خونو را ایستلي؟ که مو زما د مرګ یا بندي کېدو اراده وي، مړ یا بندي مي کړئ؟

له دې سره امریکایې عسکر په لوړ آواز چغه کړه “چوپ شه خبري مکوه”

د امریکایې عسکر له اواز سره یو درجن امریکایې عسکر په منډه راغله او سوکانو، لغتو، او کنداغونو وارونه یې راباندي پیل کړل، د یو مظلوم اسیر په توګه مې یواځي خپل رب (جل جلاله) ته پناه وروړې وه او له هغه (جل جلاله) مې مرسته غوښته .

د ژمي یخه شپه وه، یخ باد چلیده ټول وجود مې د کنداغونو او شکنجو له امله زخمي زخمي وو، په کوم کور کې چې نیول شوی وم د یو داسي ملګري کور وو چې تر اوسه یې د کور یو ماشوم هم چا نه وو لیدلی او د ستر حجاب او حیاء څخه برخمنه لویه متدینه کورنی وه چې اوس یې د ښځو او ماشومانو کړیکو ټول کلی لړزاوه.

ما ته دا حالت هیڅ د منلو نه وو په دې خوښ وم چې یا مې ژر له دې کوره وباسي او د زندان په لور مې بوځي او یا مې دلته شهید کړي، دلته تر خپل وهلو او شکنجو د ماشومانو او ښځو سویو کړیکو او چیغو ځورولم.

د شپې له یوولس بجو نه د سهار تر څلور بجو پوري موږ دلته ترسختو وهلو او شکنجو لاندي وو، سهار څلور بجې یې د کور تلاشي پایته ورسول او زه (لیکوال) او د کور دوه تنه بیګناه غړي یې دکور لویدیځ طرفته له کلي څخه په یوې وتلي پټی کې کښینولو.

څو شیبي دلته ناست وو چې الوتکي راورسېدې او له لږ ګرځېدو وروسته یې زموږ مخته کښېنولې، د الوتکو له کښېنستو سره سم یې موږ ورپورته کړو او الوتکه د کندهار هوایې ډګر په لور پرواز وکړ.

تر دې ځایه دا زما تنها د درې کلن وحشي امریکایې زندان د تګ پیل او نیول کېدو لنډ داستان او صحنه وه، سره له دې چې امریکایې ځواکونو او د هغوی اجیرانو له ماسره هیڅ هم ونه نیول او په کوم کور کې چې زه ونیول شوم هیڅ هم ونه موندل شوه او په تحقیقاتو کې هم له ماڅخه هغوی هیڅ پیدانکړه خو بیاهم دومره ظلم او دومره زندان یې را کړ.

درنولوستونکو!

څو وځي وړاندي مجاهدینو د بادغیس ولایت قادس او مقر ولسوالۍ ونیولې او وارخطاء اجیر عسکر مرکز قلعه نو ته وتښتېدل او د مرکز قلعه نو زیاتي سیمي یې هم پرېښودلې.

مجاهدینو د مرکز قلعه نو اړوند هغه سیمي چې دښمن ترې تښتېدلی وو هم د امنیت او خوندیتوب لپاره په خپل واک او کنټرول کې را ویستلې او دا سيمي یې د دښمن له هر ډول شر او ضرر څخه خوندي کړې.

موږ مطبوعاتي ټیم د بادغیس قادس او مقر ولسوالیو د تازه نیول شوو سیمو ترکتني وروسته د مرکز قلعه نو په لور روان شوو. د مقر ولسوالۍ ختیځ طرفته په یوه کلي کې د دوکان مخي ته مو موټر ودراوه او له دوکان څخه مو سودا را اخیسته چې څو تنه عسکر مو په دوکان کې د خوراکي توکو داخیستني پرمهال ولیدل.

له عسکرو څخه مو پوښتنه وکړه چې تاسي دلته څه کوئ؟ او تاسي تسلیم شوي یاست؟ له عسکرو څخه یې یوتن مسکی شو او وي ویل “هو موږ تسلیم شوي نه بلکي په جګړې کې له مجاهدینو سره د مقاومت پرمهال ژوندي نیول شوي یو او اوس مجاهدینو دلته راوستي یو، تقریباً سل تنه عسکر  دلته د دوکان شاته د دې کلي د یو تن اوسیدونکي سره په میلمستون کې یو” موږ هم له دوکان څخه تر سودا اخیستلو وروسته د پاتي عسکرو د لیدلو لپاره د دوکان شاته یو لوي میلمستون ته راغلو.

دلته د میلمستون مخي ته څو تنه عسکر له خپلو کورنیو او دوستانو سره په اړیکه کې وو او د میلمستون څخه وړاندي یو تن مجاهد ساتونکی مسلح ولاړ وو چې زموږ په لېدو سره زموږ طرفته ته راغی.

موږ د میلمستون د نن لاړو او له عسکرو سره مو ستړې مشې وکړه او یوه طرفته کښېنستو، د میلمستون شمال لور ته دوه تنه د صحت کمېسیون ډاکټران د یو زخمي بندي عسکر تداوي کول او ټول عسکر له یو بل سره په خبرو بوخت وو.

د دې ټولو بندي عسکرو لاسونه او پښې خلاصې وې، په ټلیفون کولو، شاوخوا ګرځېدلو او له خپلو کورنیو او دوستانو سره په ملاقات او لیدلو یې هیڅ بندیز نه وو او ټول دومره خوښ برېښېدل چې تابه ویل چې یوکلن معاش اوس ورکول کیږي.

له ټولو څخه مو ازاد او په تنهایې کې له دوی سره د مجاهدینو د چلن په اړه پوښتنه وکړه هغوی پوره ډاډ راکړ چې مجاهدینو خورا ښه چلن او برخورد ورسره کړی دی. دوی د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل” کله چې مجاهدینو ونیولو موږ زیات تږي او وږي شوي وو، مجاهدینو ټولو بندیان ته اوبه او ډوډی ورکړه، ډاډ یې راکړ چې له تاسي سره به ښه چلن کیږي، په خپل موټرسیکلونو او موټرو کې یې دلته را وستلو. دلته مو هم خوراک او استوګنه د یو قدرمن میلمه په څیر ده، هیڅ د بند احساس نه کوو، ملاقات او له ټولو خپلوانو سره ازاد لیده کاته کولای شو، په دې کلي او سیمه کې چې کوم ځای وغواړو مجاهدین مو بیایې، له خپلو کورنیو سره هم په اړیکه کې یو”بندي عسکر چې په خپلو خبرو کې دې ځای ته را ورسید ما ورڅخه د ټوکي په انداز وپوښتل، نو چې داسي آزاد ګرځئ نو ولي د تیښتي هڅه نه کوئ؟ عسکر موسکی شو او ویې ویل ” موږ ته نن یا سبا د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد مسؤلین امن کارټونه او د کور کرایه راکوي او خپلو کورنیو ته مو په پوره ډاډ او امن سره رسوي نو که و تښتو امن کارټ او د لاري د کرایې پیسې مو پاتیږي او دلته هم موږ د کور په څیر ازاد ګرځو او آزاد ژوند کوو، د مریضانو مو پوره درملنه کیږي او موږ ته د پوره آزادی سره د میلمنو په څير خوراک راکول کیږي.

قدرمنو لوستونکو!

دا هغه ریښتني خاطري دي چې زه ورسره مخامخ شوی یم، زما د سترګو لیدلي حالات دي او هیڅ خیالي او افسانوي بڼه نه لري اوس نو تاسي پرېکړه وکړئ چې د رحم، میني او شفقت څښتنان څوک دي، د بندیانو حقوقو ته څوک پام کوي او په د بشر د حقوقو اصلي ناقضین څوک دي؟؟

یوې خواته داسي جنګي اسیران چې د جګړې په ډګر کې دي له خپلي وسلې او پوځي یونیفورم سره نیول شوي وي او بلي خواته یو محصل چې زدکړي کوي او د نیول کېدو پرمهال دي نه ورسره کومه وسله نیول شوي وي او نه دې د کوم جرم اعتراف کړی وي درې کاله زندان دي ورکول کیږي او داسي چلن دي ورسره کیږي دا پرتله او قضاوت تاسي ته پریږدم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

نوراني عزام صاحب نیکې هیلي …!
وروره د ښه رسا قلم ترڅنګ د اسارت مبارکي درته وایم څښتن دي اجرونه درکړي
وروره اسلام د ترحم او مینې دین ده موږ او تاسو ولیدل چې زموږ د مشرتابه په نرم چلند او ترحم نیم افغانستان بی جګړی تسلیم شو داسي لیکنی ډیری اړینی وې تر څو د کفر او اسلام توپیر وشې
قدرمنه رب دی زموږ مشرتابه ته د لا ترحم او نیکو پریکړو توان ورکړي.
په درنښت ورور مو ډاکټر احرار

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x