نظــر

خپل حقوق وغواړئ د افغانستان قضيه ستاسو له سويې لوړه ده!

احمد منصور

نه مې غوښتل چې د قوم پرستو په اړه څه وليکم ځکه قوم پرست خلک تل رټل شوی او شړل شوی مخلوق وي خو دا چې دا مې هم نه شوای زغملی چې زمونږ د هېواد په داخلي چارو کې څوک لاس وهنې / وکړي يا يې په اړه څرګندونې وکړي، يا يو داسې څوک مونږ ته مشورې راکړي چې د ښځو را ويستو او ګډولو پرته نور يې څه نه دي کړي همدا ډول دغه بې ځايه زمونږ په لور خوله خلاصوونکي هغه خلک دي چې له پيسو او مادياتو پرته نور هېڅ نه پېژني د همدغو دوو اشياوو د حصول په موخه دوه ځل يې زمونږ هېواد کې د اشغالګرو جاسوسي وکړه د روس امريکا د لنګو غواګانو د وچېدو څخه پس يې د پښتون د نوم څخه په استفادې د پښتون ژغورنې په نوم غورځنګ جوړ کړ، ځينو ناپوهو پرې زړونه ور وتړل شعار يې د پښتون حقوق اخيستل په خپل هېواد پاکستان کې يا د غورځنګ د پيدايښت په دې خپل عمر کې د هېڅ کوم پښتون حق وانخيست خو زرګونه پښتانه د همدوی له امله اسيران، ورک او ووژل شول  جالبه دا چې د همدغه غورځنګ مشران په ظاهره د خپل نظام پر ضد را پورته شوي خو د پردې تر شا معامله بل ډول روانه ده ځکه د غورځنګ مشران نمايشي ډول نيول کيږي او بېرته آزاديږي خو له دوی سره د دوستۍ په تور چې څومره پښتانه نيول شوي د ژوند او مرګ يې هېڅ ډول معلومات نه شته دغه د عدم تشدد درواغجن مشران هره غونډه کې کورنيو ته يې د خلاصون درواغجنې هيلې او اميدونه ورکوي خو لا تر اوسه په عمل کې هېڅ نه تر سترګو کيږي.

مونږ د کوم هېواد د داخلي موضوعاتو په اړه ځانو ته د خبرو کولو او لاس وهنو حق نه ورکوو خو دا هم نه شو زغملی چې نور دې دا خيانت او جرم وکړي زمونږ د داخلي موضوعاتو په اړه دې راته وغږيږي او يا دې لارښونې راته وکړي حال دا چې مونږ يې لا په حلوا کې ځانو سره نه شريک کوو دوی لا د بېګا شپې او د سبا تېرولو اراده لري.

دغو خلکو خپل لومړيتوب هېر کړی، زمونږ په لور يې خوله را خلاصه کړې، کله مو د روس ضد جهاد ته توهين کوي کله تېر شل کلن د امريکا پر ضد سپېڅلي جهاد باندې ملنډې وهي مونږ ته ښودنې کوي حال دا چې نه يې تر اوسه خپله ورکه پيدا کړې نه يې ځانونه د استخباراتي کړيو له دامو څخه ژغورلي.

افغانان تېر او اوسنی جهاد له خپلو سرو کرښو او لاسته راوړنو څخه بولي ځکه د جهاد په برکت رب ورته سترې امپرطورۍ ماتې او نن يې په پښو کې پرتې دي افغانانو نه هېردونکې قربانۍ ورکړي هيچا ته اجازه نه ورکوي چې توهين يې وکړي او يا غلط اصطلاحات ورته وکاروي کنې بيا خو نړۍ ته د افغانانو ياغي باغي خصلت معلوم ده دوی دې هم د نورو په څېر په خپلو خولو لاسونه کيږدي دا فکر دې له ذهنه وباسي چې د قوم پرستۍ مرداره پديده به زمونږ په هېواد کې مروجه کړي، دا د دوی يو بې مفهومه خوب ده چې هېڅ تعبير نه لري ځکه افغانان له قوم پرستۍ کرکه لري او چا ته دا اجازه نه ورکوي چې زمونږ په هېواد کې قومي او لساني تفريقو ته لاره هواره کړي.

منظور ته وايم خپل چوکاټ وپېژنئ، په افغانانو او په مقدساتو له لګېدولو او په اړه يې له څه ويلو پرهېز وکړئ، کنې د خپلې محوې نښې به په خپلو سترګو ووينئ، هېڅ به کولی نه شئ، د افغانانو تاريخ خو در معلوم ده چې چا يې هم په وړاندې هر ډول اقدام کړی، رب له ذلت سره مخ کړي، که رښتيا هم د پښتون ژغوژنې او حقوقو ورکولو په موخه را وتلي ياست خپل کار ته متوجه شئ د افغانستان په اړه له څرګندونو ډډه وکړئ، دا زارۍ درته نه کوو، خبرداری درته درکوو.  افغانان د نورو په څېر بيا نه دي چې توهينونه ورته وکړې چوپ وي افغانان د خرپ او ترپ خلک دي ورشئ خپل اسيران آزاد کړئ، د اسيرانو کورنيو ته درواغجنې وعدې مه ورکوئ.لکه څه ډول ادعا چې کوئ، مبارزه مو د تر خپل هېواد پورې محدوده ده، ورته ژمن پاتې شئ.

زه يو افغان وګړی يم، پلار نيکه او ټول سلسه نصب مو افغانان ول تاسو مونږ ته پنجابیان وايئ، حال دا چې شناختي کارډونه تاسو لرئ، د پاکستان آيين تاسو منلی، په پارلمان کې تاسو ناست يئ، د لر او بر يو افغان چيغه هم وهئ، ولې افغانان درته ويده او غافله ښکاري که رښتيا له تاسو څوک ځان افغان بولي لومړی دې شناختي کارډو ته اور واچوي.

په اخر کې د پوهاوي په لهجه درته وايم چې له خپل څادر پښې مه باسئ، د امپراطورو ماتوونکو په وړاندې چوپ پاتې شئ په خپل هېواد کې چې هر څه کوئ خو زمونږ هېواد ته له لاسو را اوږدولو ځانونه وساتئ، افغانان د اجنبيو را اوږد شوو لاسو غوڅولو کې ځانګړی مهارت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

زه د ۳ کالو وم چي کورنۍ مو پاکستان ته هجرت وکړ. هلته په کټه کي افغانان د خپل خاص فرهنګ په سبب د ځایي پښتنو لخوا څخه د لیري څخه پیژندل کیدل. اوس الحمد للله بیرته خپل هیواد ته راغلی یم او قانع ژوند لرم. زما د پاکستان د ۱۸ کلن مهاجرت تر ټولو ترخې خاطرې د پاکستان پښتون قومپرسته سیاسي ډلو څخه دي. هر ځای چي به تللو د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سپو (محمود خان اینډ کمپني) به راته غپل. پر دیوالونو به یې لیکل چي افغان بګهوړون کو پاکستان سې نکال دو. او پنجاپیان هغه طبقه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x